د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ترهګرۍ ځپلو خلکو سره مرستې کېږي





خيبر پښتون خوا او قبايلي سيمو کې له تره ګرۍ نه د متاثره خلکو لپاره نړيوالې مرستندویه او پرمختیايي همکارۍ ادارې (انټرنيشنل ريليف اينډ ډيوليپمنټ کواپريشن) د بحالې يو پروګرام شروع کړی دی.

د دې ادارې ډایريکټر خالد محمود مشال راډيو ته وويل چې د دې پروګرام مقصد له تره ګرۍ نه د اغېزمنو خلکو سره د صحت ، هنري زده کړو او ماشومانو د تعليم په اړه مرسته کول ده.

،، زموږ کوښښ دا دی چې ښځو، نارينه و او ماشومانو ته بيل بيل په بيل بيل وخت او جل جلا ادارو کې روزنه وکړو اوهڅه کوو چې هغوی ته په ورپېښو مسلو د هغوی په خپلو علاقو کې روزنه او تربيت ورکړو. ،،

د نوموړي په وينا چې له دې پروګرامه به یوازې له ترهګرۍ خبل شویو ولسي وګړو ته ګټه رسېږي. په دې کې سرکاري نوکران نه راځي.

،، زموږ زيات پام عام اولس ته دې لکه مثال په توګه عام مزدور ، دوي پکې زيات ژوبل او مړه شوي دي.، دوي نه ماشومان او کورنې پاتي شوي نو دوي ته دامداد ضرورت دې. هغه څوک چې چاته د طبي امداد ، د هنري ذده کړو او يا ورته د ماشومانو لپاره د وظيفو نو هغوي دي زموږ سره پدي شميره رابطه وکړي. 03455006490 ،،

وخت په وخت د تره ګرۍ په پېښو کې خلک نه یوازې وژل کېږي او ژوبلېږي بلکې د دې له وجې يو شمير ښځې هم کونډې شوې دي. په دوی کې يوه صفيیه هم ده چې د هغې خاوند په ۲۰۰۹م کال په نوښار کې له یوې بمي چاودنې وژل شوی وو. د دې په وينا چې تعليم او هنر خو يې شته خو څه فایده ترې نه شي ترلاسه کولای. په کار ده چې دغه ډول نړیوالې مرستندویه ادارې له متاثره ښځوسره مالي مرستې وکړي.


،، داسي ادارو ته پکار ده چې چا تعليم کړی وي نو امدادي ادارې دي ورسره د تعليم په ميدان کې مدد وکړي له دې علاوه لکه هنر مندي زنانه هم شته، زه به خپل ځان هم ياد کړمه چې تعليم او هنر راسره شته خو چې پيسه نه لرم نو فایده ترې نه شم اخیستلای.،،

له مشال راډيو سره په خبرو کې د بشري حقونو کار پوه عاصم ملک وايي چې له تره ګرۍ متاثره خلکو سره د مرستې لپاره د امدادي ادارو ډېر ضرورت دی.

،، د بشري حقونو د کارکونکې په توګه داسې کارونه خصوصا د صحت او تعليم په ميدان کې کول پکار دی ځکه چې د تعليم کمی دی او ورسره ورسره د امن لپاره کار هم پکار دی چې که امن راشي نو زموږ خلکو کې دومره صلاحيتونه شته چې خپلې مسلې هواره ولای شي ،،

د نړيوالې مرستندویه او پرمختیايي همکارۍ ادارې له مخې چې له تره ګرۍ نه د متاثره خلکو د مرستې دا پروګرام به تر دريو کلونو پوري روان وي .

XS
SM
MD
LG