د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان اسمبلۍ غړیو پر وزیراعلی اعتماد وکړ




د بلوچستان اسمبلۍ غونډه د سې شنبې په ماځيګر وشوه، چې د دې صوبې وزیراعلی ته يي په اکثریت سره د باور رايه ورکړه. تردې وړاندي د پاکستان سپریم کورټ په يوه عبوري حکم کې ویلي ول، چې د بلوچستان صوبايي حکومت د امنیت په ټينګښت کې په مکمله توګه ناکامه شوی دی. او هم د پيپلز ګوند بلوچستان څانګې له مرکزي حکومته غوښتنه کړې وه، چې د بلوچستان اوسنی حکومت دې ختم کړي.

د بلوچستان اسمبلۍ غونډه د سې شنبې په ماځيګر په داسې حال کې شوې، چې د سپریم کورټ تر عبوري حکم وروسته د رواني اسمبلۍ د ختميدو خبري کېدې. له دې سره چې د بلوچستان اسمبلۍ پخواني سپيکر اسلم بوتاني او ګورنر ذوالفقار مګسي د یادې اسمبلۍ د غونډي له رابللو څخه انکار کړی وو. په همدې ورځو کې د بلوچستان ګورنر ذوالفقار مګسي په بهرنۍ دوره لاړ، چې ورسره سم د اسمبلۍ سپیکر اسلم بوتانی ځای ناستی ګورنر شو. په اسبملۍ کې ډپټي سپيکر مطیع الله اغا د سپيکر پر څوکۍ کښېناست. او هم يي د وزیراعلی اسلم رييساني او نورو غړیو په خوښه د اسمبلۍ غونډه راوغوښته. چې شاوخوا ۴۵ غړيو په کې ګډون وکړ. د غونډي تر پيلیدو سمدستي وروسته د بلوچستان پر امنیت بحث پيل شو. چې شاوخوا ټولو غړیو(( ټول وزیران هم دي)) په خپلو خبرو کې د بلوچستان امنیت د پاکستان تر بلي هري صوبې ښه وباله. د کراچۍ، پېښور او لاهور په پرتله يي د کوټې ښار پرامنه یاد کړ، او د ناامنۍ ذمه واره يي له صوبايي حکومت سره سم مرکزي حکومت او هم مرکزي حکومتي ادارې يادي کړې. ځينو غړیو خو ان دا هم تور ولګاوو، چې عدالتونو سیاست پيل کړی، او د بلوچستان حکومت پر ضد پرېکړه يي انصاف لپاره نه، بلکې د بل چا پرخوښه کړې. په غونډه کې د خبرو پر وخت د جمعیت علماء اسلام ف ډلي صوبايي وزیر عین الله شمس وویل

؛ د جج خو فیصلې خبرې کوي، جج به يي نه کوي. د جج قلم خبرې کوي، هغه پر ټي وي چینلانو پټۍ نه چلوي. د جج فیصلې باید خبرې وکړي، او جج باید ورځپاڼو ته بریښنالیک وانستوي، چې تاسو دا خبري ته ولې ډېر ځای نه دی ورکړی. که داسې وي، نو بیا به د جج پر ضد هم سوالونه پورته کېږي؛.

د بلوچستان يوه بل وزیر شاه نواز مري بیا وویل؛ کله چې له ایبټ اباده امریکايي ځواکونو اسامه بن لادن يووړ، نو ولې د مرکزي حکومت په هکله دا ونه ویل شوو، چې حکومت ناکامه دی. مري په خپلو خبرو کې زیاته کړه، کله چې د پوځيانو په تر ټولو لوي مرکز[جي ایچ کیو] برید کېږي، نو ولې بیا همداسې فیصلې مخې ته نه راځي، لکه څنګه چې د بلوچستان حکومت پر ضد راغلې.

؛ کله چې په راولپينډۍ کې د پوځيانو پر لوي مرکز [جي ایچ کیو] برید کېږي. او په کې لوی لوی پوځي مامورین وژل کېږي. نو ولې د پنجاب حکومت پر ضد بیا داسې خبري نه کېږي. ولې هغه حکومت نه ختمېږي.

د اسمبلۍ د سې شنبې د ورځې په همدې غونډه کې د پاکستان مسلم لیګ ن صوبايي وزیر کیپټن ریټایر عبدالخالق بیا وویل؛ د بلوچستان پر حکومت د سپریم کورټ له لوري لګول شوي د درغلی تورونه بې ځايه دي. او هومره درغلي چې په بلوچستان کې کېږي، دده په وینا د پاکستان په هره څانګه کې موجودیت لري.

؛ زموږ د حکومت پر ضد د درغلیو خبري شوېدي. چې دلته درغلی شوېدي، او بجټ بې ځايه لګول شوې. زه دا وایم چې څومره هم پيسې دې صوبې ته راغلې دي. نو هغه د پرمختګ په پرووژو لګول شوېدي. او موږ بیا هم دا هڅه کوو، چې دا پيسې هغه چا ته ورسېږي، چې د چا حق جوړېږي؛.

د عوامي نیشنل ګوند صوبايي وزیر زمرک اڅکزي بیا تر غونډي وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل؛ په بلوچستان کې هیڅ اييني بحران نشته، او څه داسې خبري چې کېدې، د نوموړي په وینا يواځې او يواځې د ګورنر او سپيکر تر منځ د تماس د کموالي له امله پيدا شوی وو.

؛ داسې کوم بحران خو وو هم نه. سپریم کورټ دا ویلي وو، چې په بلوچستان کې د امنیت او تری تم شویو کسانو په اړه هغسې کار شوی نه دی. لکه څنګه چې کول په کار وو. او پاتې نوري خبري چې کېدې، هغه زما په فکر يواځې او يواځې د سپيکر او ګورنر ترمنځ د نه تماس له امله وو؛.

بلي خواته بیا د بلوچستان وزیراعلی نواب اسلم رييساني بیا له رسنیو سره په خپلو خبرو کې د سې شنبې د ورځې غونډه او هم د باور رایه د جمهوريت د بقا لپاره یو لوی ګام وباله.

اسلم رييساني زیاته کړه؛ داسې ګام چې د اسمبلۍ غړيو نن واخیست، په پارلیماني سیاست کې يي بیلګي ډيري کمي تر سترګو کېږي.

؛ دې ملګرو چې څه ډول د اسمبلۍ دا غونډه راوبلله، او بیا يي ماته د باور رایه راکړه، زه دا وايم چې ددې مثال په پارلیماني سیاست کې ډېر کم لیدل کېږي؛

د ویلو وړ ده، چې د سې شنبې په ورځ د پاکستان پيپلز ګوند بلوچستان څانګي هم تر يوې بیړنۍ غونډي وروسته له مرکزي حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د بلوچستان اوسنی حکومت غیر اييني دی، او ژر تر ژره دي ختم کړای شي.

د دې علاوه د بلوچستان اسمبلۍ سپيکراسلم بوتانی چې اوس ځای ناستی ګورنر دی، رسنیو ته ویلي چې د ايين له مخې وزیران د اسمبلۍ غونډه نه شي رابللای. یاده دې وي چې پر اوسني وزیراعلی اسلم ریساني اعتماد کونکي د اسمبلۍ غړي ټول صوبايي وزیران دي.

XS
SM
MD
LG