د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې ۶۰۰ معطله خاصه دار د بحالیدو غوښتنه کوي



فرهاد شینواری

د خیبر ایجنسۍ د باړې سیمې سره تعلق لرونکی ۶۰۰ خاصه دار چې د نوکریو نه لرې کړل شوي وو، د خپلو نوکریو د بیا بحالولو د پاره یې هلې ځلې پیل کړې دي.

د خیبر سرکاري چارواکي وايي چې دغه خاصه دار درې کاله وړاندې په داسې حال کې له نوکریو لرې کړل شوي وو چې کله په باړه کې د امنیت وضعه ډیره خرابه شوې وه،او دې خاصه دارو د امنیت ټینګولو له پاره څه ګامونه نه پورته کول، او په هغې وخت کې ورته د لشکر اسلام وسلوالې ډلې له خوا دهمکۍ هم ورکړل شوې وې چې تاسو به د وسلوالو پرضد په حکومتي کاروايي کې برخه نه اخلۍ،نو د هغې وروستو ځینې خاصه دارو په خپله نوکرۍ پریښودې او ځینې بیا د هغې وخت پولیټیکل ایجنټ د نوکریو نه لرې کړل،
دغه خاصه دار وايي چې دوی په دې تیرو دریو کالونو کې ډیرې سختۍ برداشت کړې او په مالي توګه هم ځپل شوي دي،په باړه سیمه کې د پوځي عملیاتو وروستو دغه خاصه دار یو ځل بیا د خپلو نوکریو له پاره راضي شوي دي،او له حکومته غوښتنه کوي چې دوی دې بحال کړل شي.

په دې حقله د دغو معطل شوو خاصه دارو یو تن محمد علي آپریدي مشال ریډیو ته وویل((موږ هم د باړې متاثرینو په شان پیښور ته راغلي یو تر لسو زرو روپو پورې کرایانې لنډوو،چې اوس یې وس هم نه لرو، او موږ خو بس دغه تنخوا ګانې وې چې بچي مو پرې ساتل، اوس ډیر په تکلیف کې یو،باید زموږ نوکرۍ بحال کړل شي،موږ به بیا خپلې ډیوټۍ کوو))

د نوکریو نه لرې کړل شوو دغو خاصه دارو یو مشر شیر میرآپریدی وايي، ((زموږ د بیا بحالۍ کار رانزدې شوی دی او هیله من یو چې زر به بحال شو، دغه خاصه دارۍ خو د پولیټیکل ایجنټ له خوا قبایلو ته د مراعاتو په توګه ورکړل کیږی ،او باید دغه مراعات دې موږ نه وا نه خیستل شی))

دې معطل شوو خاصه دارو د بیا بحالۍ په حقله باندې د باړې یو مشر اقبال آپریدی وايي،(( د باړې خاصه دارو بیا بحالول ښه ګام دۍ خو باید دوی ته سم تربیت، ګاډي او وسلې ورکړل شي، که دغه شپږ سوه خاصه دار بحال شي نو په سیمه کې پوره امن راوستلای شي))

دغه معطل شوی خاصه دار وايي چې دوی د کوم امن لښکر برخه نه جوړیږی او نه ورسره کوم تعلق لري بلکې دوی یوازې خپلې نوکرۍ بحالول غواړي او د خاصه دارو د اختیار مطابق به په دې سیمه کې کار کوي.

د دغو خاصه دارو د بیا بحالۍ په اړه مو چې کله په خیبر هاوس پیښور کښې یو مشر پولیټیکل محرر سره رابطه وکړه نو دوی خپل نوم او غږ نه خپرولو په شرط وویل چې((په دې خاصه دارو کې ځینې ریټایرډ شوي، ځینې پکې وفات شوی،او بیا یو شمیر د مزدوریو له پاره بهر ملکونو ته تلی دي،نو دوی به اول د دغو خاصه دارو پوره معلومات او کره شیمره راغونډوي او دا به هم معلوموي چې څومره خاصه دار پکې د ځان پر ځای نور څوک بهرتي کول غواړي او د دې وروستو به یې پوره پلټنې او جسمانی معاینه کیږی او بیا به بحالېږي.

XS
SM
MD
LG