د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې کورنی سیاست



خالد خان مشال راډيو

پېښور:- په پاکستان کې د تیرو څو لسیزو راهیسې کورنی یا مورثي سیاست غلبه لري او ځینې سیاسي ګوندونو کې دوه نسلونو وروستو هم داسې ښکاري چې د دغه سیاسي کورنو اوسنی یا راتلونکی نسل به هم د پاکستان په سیاست کې یو لوی کردار لوبوي.

د پاکستان لوی سیاسي ګوند پاکستان پیپلز پارټی باندې د ذوالفقارعلي بوټو خاندان ژور اثر لري او د بوټو وروستو د هغه لور بې نظیر بوټو ، او اوس د هغې خاوند آصف علی زرداری او زوی بلاول زرداري د خپل ګوند مشري کوي.

دغه شان پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند مشرانو نواز شریف خپله لور مریم نواز او شهباز شریف خپل زوی حمزه شریف د سیاست میدان ته راوستي دي.

د خدای خدمتګار د مشر خان عبدالفغار خان زوی ولي خان د نېشنل عوامي پارټۍ مشري کوله او د هغه زوی اسفندیار ولي خان د عوامي نېشنل ګوند مشري کوي او نوموړي خپل زوي ایمل ولي خان سیاسي ډګر ته رواستی دی. د قامي وطن پارټۍ آفتاب احمد خان شیرپاؤ زوي سکندر خان شیرپاؤ سیاست د خپلې کورنۍ یو میراث ګڼي. سکندر شیرپاؤ وایي چې هغه سیاست کول نه غوښتل خو خپلو خلکو اړ یوست چې دې میدان ته ودانګي، او د خپلو مشرانو سوچ او فکر مخکې بوځي.

په پښتنو کې د باچاخان کورنۍ، د خان شهید عبدالصمد خان اچکزي او بیا د مولانا مفتي محمود کورنۍ له د تیرو څو لسیزو راهیسې سیاست کوي او عام ولس هم دوی ته په درنه سترګه ګوري.

د خان عبدالولي خان نه پس د هغه کونډه میرمن نسیم ولي او اوس د هغه زوی اسفندیار ولي خان ، د عبدالصمد خان اچکزي فرزند محمود خان اڅکزۍ او د مولانا مفتي محمود زوی مولانا فضل الرحمان له دېرې مودې راهیسې د خپلو ګوندونو مشري کوي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبایي جنرل سیکرېټري ارباب مجیب الرحمان وايي، چې مورنۍ سیاست څه منفي اغیز نه لري ځکه چې په سیاست کې خلک د یو ګوند د مشر سیاسي کردار او د هغه د کورنۍ خدماتو او قربانیو ته هم ګوري.

په پېښور کې د انګریزي ورځپاڼې خبریال دلاور جان وایي، په پاکستان کې جماعت اسلامي متحده قومي مومنټ او اوس عمران خان ګوند کورنۍ یا مورثي سیاست ته وده نه ورکوي خو دغه ګوندونه په ولسونو کې هغه مقام نه لري لکه پاکستان پیپلز پارټۍ، مسلیم لیګ یا عوامي نیشنل پارټۍ چې یې لري.
دی زیاتوي، مورنۍ سیاست یوازې په پاکستان کې نه کېږي بلکې په هند کې د ګاندهي کورنۍ، په بنګلادېش کې خالده ضیا او حسینه شیخ هم له کورني سیاست راپورته شوې دي. او په سیاسي مبارزه کې یې ډېرې قربانیانې ورکړې دي.

شنونکي په دې اند دي، تر هغو چې د پاکستان په سیاسي ګوندونو کې دننه په سمه توګه جمهوري قدرونو وده نه یې موندلې او په ګوندونو کې دننه پرله پسې له جمهوري اصولونو سره سمې خپلمنځی ټاکنې نه وي دود شوې، نو تر هغو امکان نشته چې په سیاسي ګوندنو کې دې موروثي سیاست پای ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG