د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه د رښتوني سیاست هیله لرو. رباني


د افغان سولې عالي شورا رییس صلاح الدین رباني
د افغان سولې عالي شورا رییس صلاح الدین رباني




د سولې عالي شورا تمه ښیي، چې پاکستان ته د دې شورا د پلاوي د سفر په ترڅ کې په افغانستان کې د سولې د هڅو په برخه کې د پاکستان په دریځ کې بدلون راشي.

د سولې د عالي شورا رییس صلاح الدین رباني د دوشنبې په ورځ د ولسې جرګې په عمومي غونډه کې د دې شورا د تیرو کړنو په اړه د معلومات ورکولو پر مهال وویل، چې پاکستان ته د دې شورا پلاوی له یوې بشپړې او څرګندې اجنډا سره ځي.

ښاغلي رباني څرګنده کړه، چې نړېوالې ټولنې، امریکا، سیمه ییزو هېوادونو په ځانګړي توګه اسلامي هېوادونو په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو ملاتړ کړی او هیله ده، چې د ده په خبره پاکستان هم په دې برخه کې ورته او رښتیني سیاست خپل کړي:

"هیله من یم په هغه سفر کې چې نن به یې د سولې عالي شورا د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته ولرم، په ښکاره او واضحو خبرو سره د هېواد د سولې په بهیر کې یو بدلون رامنځ ته شي.

له لویو اسلامي سازمانونو سره ګډې هڅې ددې باعث شوي چې د افغانستان د جګړې او سولې په اړه د هغوی دریځ بدل شي.

دا له هغو عمده مسایلو څخه دي چې کولای شي د دایمي سولې په ټینګښت کې ګټور تمام شي".

صلاح الدین رباني د ولسې جرګې غړو ته وویل، چې د سولې عالي شورا په دوو برخوکې کار کوي یوه وسله والو مخالفانو ته د خبرواترو د زمینې برابرول او بله هغو وسله والو طالبانو ته خونديتوب چې له د سولې له بهیر سره یوځای کیږي.

ده وویل، چې په ملي، سیمه ییزه او نړېواله سطح د سولې پروسې د بریا لپاره جدي هلې ځلې شوي، خو دا یې هم څرګنده کړه چې د سولې پروسه یوڅه وخت او زیار ایستلو ته هم اړتیا لري.

د سولې د عالي شورا رییس دا تایید کړه چې یوشمیر طالب مشرانو ته د سولې د خبرواترو په هدف د سفرونو آسانتیاوې برابرې شوي خو په دې اړه یې ډیر جزییات وړاندې نه کړل:

" اوس دا څرګنده شوې چې څوک زموږ پر وړاندې ولاړ او له موږ سره نښته کوي نور د وسله والو مخالفانو ملاتړو ته ډیره سخته ده چې له واقعیتونوڅخه سترګې پټې کړي.

دې حقایقود نړیوالې ټولنې نظرونه هم بدل کړي.

د وسله والو مخالفانو له یوشمیر مشرانو سره اړیکې نیول شوي او حتی دریم هیواد ته د هغوی د خوندي سفر زمینه هم برابره شوېده.

دغه راز د وسله والو مخالفانو په مشرتابه کې هم د سولې روحیه پیاوړې شویده".

افغان حکومت له تیرو څو کلونو راهیسې له وسله والو مخالفانو سره د سولې او ملي پخلاینې هڅې پیل کړي،سره له دې چې په دې برخه کې ډیرې هلې ځلې کیږي خو ویل کیږي چې وسله والو مخالفانو لاتراوسه د سولې خبرو اترو ته غاړه نه ده ایښې.

په عین حال کې د ولسې جرګې یوشمیر غړي که څه هم د افغانستان د روانې شخړې د حل لپاره د سولې هڅې ګټورې بولي خو د سولې د پروسې پر میکانیزم انتقاد کوي او وایی چې وسله والو مخالفانو ته یې ډیر امتیازات ورکړي.

په ولسي جرګې د کابل د خلکو یو استازی او د ملی ایتلاف غړی محمد یونس قانوني هم ورته نظر لري:

" ترکومه ځایه چې لیدل شوې د سولې په هلو ځلو کې د ښه نیت او باور رامنځ ته کولو په هدف مقابل لوري ته د افغانستان لخوا امتیازات ورکړل شوي.

هیڅکله هم د افغان حکومت او سولې د عالي شورا لخوا په دې هڅو کې امتیاز نه دی اخستل شوی.

که له پاکستان سره خبرې کیږي او ورته امتیاز ورکول کیږي باید دا شرط هم موجود وي چې وسله وال طالبان سولې ته چمتو کړي".

د سولې عالي شورا وایي، چې د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې خبرې اترې په رسمي ډول ترسره شوي او تمه ده چې لازمه نتیجه ورکړي.

سره له دې چې د سولې د عالي شورا چارواکي پاکستان ته خپل دا سفر مهم او له هیلو ډک بولي خو داسې اندیښنې شته چې ښایی پاکستان بیا هم په دې برخه کې خپل پخوانی سیاست پرمخ بوځي.

د سیاسي چارو څیړونکي وایی چې په افغانستان کې د اوسنۍ ستونزې د حل کیلۍ له پاکستان سره ده او که د نوموړي هیواد استخباراتي، مذهبي اوځینې سیاسي کړۍ وغواړي نو په دې برخه کې له افغانستان سره هر راز مرسته کولای شي.

XS
SM
MD
LG