د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سولې اعلي شورا پلاوی پاکستان ته ځي



د پاکستان خارجه دفتر وايي، د افغان سولې اعلي شورا پلاوی د صلاح الدين رباني په مشرۍ د پاکستان په درې ورځني سفر ورځي چې موخه یې د افغانستان د ملي پخلاینې په لړ کې له پاکستاني چارواکو سره لیده کاته دي. دغه پلاوی به له ولسمشر اصف علي زرداري، او د وزیراعظم راجا پروېز اشرف سربېره د دغه هېواد د خارجه وزير اونورو پوځي مشرانو سره به وويني.

افغان پلاوي ته د پاکستان د دورې بلنه خارجه وزيرې حنارباني کر ورکړې وه.

د دورې په اړه مشال رېډيو سره خبرو کې اسلام آباد کې د افغانستان سفارت وياند زردشت شمس وويل چې د افغان سولې اعلي شورا له ډېرې مودې راهیسې په خپل هېواد کې د امن او جوړ جاړي لپاره هلې ځلې کوي او غواړي چې په دغه لړ کې پاکستان هم کوټلې ګامونه پورته کړي. وياند د پاکستان د کردار او اعلي شورا د غوښتنو په اړه له زيات څه ويلو ډډه وکړه.

د دغه پلوي د سفر په باب له مشال راډيو سره په خبرو کې خبريال طاهر خان وویل،” يو خو به پلاوی د ژمنو او وعدو پر ځای له پاکستانه د ښکاره کردارغوښتنه کوي چې دوی طالب مشران د خبرو اترو مېز ته راولي او بله دا چې کوم طالب مشران دا وخت په پاکستان کې قېد دي، هغوی خوشي کړي.
د دې سره سره به افغان پلاوې د پاکستان نه دهغې طالب مشرانو دپاره دآسانو، سفري کاغذونو او د هغوي د کورنيو د تحفظ غوښتنه هم کوي، چې د امن عمل او خبرو اترو له پاره مذاکراتي عمل کې د ګډون په غرض د نورو ملکونو سفر کوي. “

د يادونې وړ ده چې تر دې دمه پاکستاني چارواکو د ملا برادر علاوه د بل هېڅ يو افغان طالب مشر په پاکستان کې د قېد په سرکاري کچه پخلی نه دی کړی خو بيا هم تېرو ورځو کې د پاکستاني خارجه دفتر وياند ويلي ول چې په دغه معامله د افغان چارواکو سره تماس کې دي او غواړي چې دا خبره په سم ډول حل شي.

رياض موسه خېل مشال رېډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG