نیازموساخېل، کوټه
په بلوچستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې کروندګرو ته په ارزانه بیه د غنمو غوره تخم ورکولو یو پروګرام پېل کړی دی.
کروندګرو دغه پروګرام ګټور بولي او وايي، چې له دغه تخم تر اندازې زیات فصل ترلاسه کوي.
په بلوچستان کې د دغه پروژې چلوونکی،عبدالوهاب دومړ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې دوی یواځې دا نه کوي چې له کروندګرو سره مرسته وکړي او دوی دې ته اړ کړي چې تل د دوي پر لور ور ګوري،بلکې کروندګرو روزنه هم ور کوي، چې هغوی په خپله ښه تخمونه څنګه پېدا کړي او څنګه د ښه فصل تیارولو توان ترلاسه کړي
د اېف-اې-او یو بل چارواکی،عابد سعید بیا ووېل چې د تخم ورکولو پروژه د امریکایي ادارې ٫٫یو-اېس اېډ٬٬ په مرسته پر مخ روانه ده٫٫پخوا به کروندګرو خپل ځایي تخم کرلی او له هغه به یې ډېر کم فصل تیارولی.بلې خوا ته دوي ته د کرهنې نوې طریقې هم نه وې معلومې،خو اوس موږ داسې وکړل چې د تخمونو نوي اصلاح شوي قیسمونه مو دوی ته ور وپېژندل،نو اوس یې نتیجه دا راوځي چې په خوا که به دوی ۱۵ یا ۲۰ کیلو فصل د هیکړ په حساب اخیستی،اوس هغه زمینداران یې تر ۵۰ فیصده اخلي٬٬
د اېف-اې-او دغه چارواکې زیاته کړه چې دوی د بلوچستان په ۸ ضلعو کې خپله دغه پروژه پر مخ بیایي،په کوم کې چې قلعه سېف الله، لورالایي، ژوب، کوټه، مستونګ، شیراني، پښین او موساخېل ضلعې شامیلې دي چې ګڼ مېشتې پښتني ضلعې دي. دلته زراعت د نورو سیمو په مقابل کې ډېر پر مخ دی.
د اېف-اې-او د تخم ورکولو له پروژې ګټه ترلاسه کوونکی زمیندار،بختیارخان اوتمانخېل وایي، د یادې ادارې ورکړل شوی تخم له عامو بازاري تخمونو ډېر ګټور ثابت شوی٫٫پخوا چې به موږ کوم تخمونه کارول، هغوی به دومره ګټور نه وو. واښه او نور څیزونه به پکې ګډ وو، مګر د اېف-اې-او تخم ډېر سپا وي. بل دا چې پخوا به د هغو بازاري تخمونو له وجې به دوي زمکې هر پنځه کاله وروسته بدلولې،ولې چې هغوی به بیا فصل نه ورکولی،خو اوس د دغو تخمونو له برکته موږ هر کال په ډېره ښه توګه خپلې زمکې کاروو٬٬
یو بل زمیندار او په کرهنې یا ذراعت کې لوړې زدکړې کوونکی،شهنشاه خان بیا وایي،د اېف-اې-او د تخم ورکولو له پروګرامه کروندګرو ډېرې ګټې اخیستې دي او دا به په راتلونکې کې هم زراعت ته وده ور کړي ٫٫راتلونکی وخت به زموږ د سیمې لپاره ډېر سخت وي .اوبه به ډېرې کمې شي او د نیشتوالي ستونزه به لوړه شي. ډوډۍ به په سخته ترلاسه کېږي،خو د اېف-اې-او له پروژو زمینداران کولای شي چې په کمو اوبو هم فصل وکړي او د ښه تخم کرلو له لارې پر کمې زمکې زیات فصل تیار کړي. بیا به زمیندار ته څه ضرورت وي چې پر لس هیکړه دې هغومره خواري وکړي،څومره فصل چې په دی جدیده طریقه پر یوه هیکړ ترلاسه کولای شي او ګټه یې هم تر ټول پاکستان سل (۱۰۰)روپۍ زیاته وي٬٬
بلوچستان د پاکستان یو له شاته پاتې صوبې څخه دی چې، د سرکاري شمېرنو له مخې د صوبې تر نیمايي زیات وګړي یې کښت کرونده یا مالداري کوي.