د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله د نړۍ د جینکو د لوړ مورال سمبول ګرځیدلې


ژباړه : منورشا
سرچینه : فوبزمجله


د فوربز نومې مجلې په یوه مقاله کې راغلي، پنځلس کلنه ماشومه ملاله یوسفزۍ چې د جینکو د تعلیم د حق لپاره یې هلې ځلې کولې او یوه میاشت وړاندې وسله والو طالبانو په سر ویشتلې وه، نه یوازې دا چې ملګرو ملتونو پرونۍ ورځ دهغې په نوم ونمانځله بلکه دنړۍ د کروړونو ماشومانو لپاره د تعلیم او پرمختګ یو علامت وګرځیده.


ددې ترڅنګه د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون او په نړۍ کې دتعلیم لپاره د ملګرو ملتونو استازی او پخواني وزیراعظم ګورډن براون هم دهغې د کردار ډېره ستاینه کړې.

ددې مقالې لیکواله ( اومایمه میندرو ) لیکي چې د ملالې په نوم پرونۍ ورځ باندې ما هم ډېر سوچ وکړو چې غلې پاتې نه شم او څه ووایم خو ماسره دهغې لپاره ټکي نه وو.

لیکواله ملالې ته وايي چې ته مونږه د افریقايي هېواد (روانډا ) د ماشومانو په سترګو کې ولیدې، دغه ماشومان تا نه دي لیدلي خو ته دهغوي اواز او د سترګو رڼا یې، د روانډا ماشومان تا خپله لارښوده مني او ته دهغوی امید یې.

اومایمه وړاندې ملالې ته په اشارې کولو سره لیکي چې ته مونږ د جلال اباد د ماشومانو په سترګو کې ولیدې، په خاصه توګه چې کله یو سکول کې مونږ د ماشومانو نه تپوس وکړو چې تاسو په مستقبل کې څه جوړیدل غواړئ نو ایمان نومې ماشومې سمدستي لاس اوچت کړو او وې ویل چې هغه د افغانستان ولسمشره جوړیدل غواړي، بیا ځان سره لږه وشرمیده او مسکۍ شوه خو دلیکوالې په وېنا ایمان هم د ملالې نه حوصله ترلاسه کړې ده.

اومایمه وايي د ملالې حوصله او همت یې د امریکا د سیاټل ښار په جینکو کې هم ولیدو،چې وايي خپل هر خوب د رشتیا کولو توان او همت لري. او لیکواله وايي چې نوره دنیا پریږده زما ماشومه لور ده هغه هم وايي چې مورې ته څه کوې ماته وښایه زه هم دا کولې شم د لیکوالې په وېنا دخپلې لور په سترګو کې هم ورته ملاله ښکاري.

لیکواله په اخر کې ملالې ته وايي چې زه تاسره کله هم نه یم میلاو شوې خو ته زما نه جدا شوې هم نه یې او دا نه چې د دزدکړو او لویدو په وخت ته ماسره وې خو ته ماسره زما په هغه خیالونو کې یې چې له مخه یې زه دنیا بدلول غواړم نو موږ به هم د تل لپاره تاسره یو.
XS
SM
MD
LG