د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې بمي چاودنه:دیوې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي



د افغانستان په خوست ولایت کې په یوه بمي چاودنه کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د خوست ولايت د صبریو ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونیار روشان دپیښې په اړه مشال راډیو ته وویل چې چاودنه هغه مهال و شوه ، کله چې د یوې کورنۍ ګڼ شمیرغړي په یوروغتیايي کلینک کې د یو نوي زیږیدل شوي ماشوم له کتلو وروسته خپل کلي ته په لاره وو چې موټر يې په سړک کې ښځ ماين باندې وروښتلو.

نوموړی وايي ، په وژلو شویو کسانو کې د یوې کورنۍ زنانه او نارینه شامل دي.

سمونیار روشان دپیښې پړه د دولت په مخالفینو اچوي ،خو تر دې مهاله وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده ،چې پرون دشنبې په ورځ هم دخوست ښار په یوه ګڼ میشته سیمه کې د چاودونکیو توکیو د چاودېدو له امله اته کسان وژل شو.

XS
SM
MD
LG