د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرۍ پر ضد جنګېدونکي د قربانۍ ګډوري نه دي


ژباړه: نجیب عامر
سرچینه: ایکسپریس ټرېبیون

د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپاڼه ایکسپریس ټریبیون په یوه مقاله کې لیکي په پاکستان کې د پولیسو دنده داده چې د عادي مجرمینو خلاف کارروايي کوي ، نه د هغو ډلو خلاف چې د ملک خلاف یې د جنګ اعلان کړی دی.


ورځپاڼه لیکي، په پاکستان کې تر ټولو خطرناک کار دادی چې یو څوک دې په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو ملازمت وکړي. که له یوې خوا دپولیسو سرتیري یو بې قدره دنده پرمخ وړي او ډیره کمه تنخوا ورکول کیږي نو له بله پلوه دوی ترټولو زیات د طالبانو له خوا په نښه کیږي هم.

ورځپاڼه لیکي، د پولیسو د سرتیرو د ملازمت په قرارداد کې دا خبرې نه دي لیکل شوي. دوی باید په معمولي جرمونو کې ککړ کسان ونیسي نه دا چې د هغو منظمو ډلو خلاف بریدونه وکړي څوک چې د ملک خلاف دجنګیدو لپاره د هرې وسیلې نه کار اخلي. دپولیسو سرتیري د ترهګرو خلاف د جنګیدو لپاره نه وسایل لري او نه هم ورته داسې کومه روزنه ورکړل شوې وي. او په پېښور کې د پولیسو د څو مشرانو په نخښه کیدو نه دا جوتیږي لکه دا جنګ چې پر دوی تپل شوی وي.

ایکسپریس ټریبیون لیکي په پاکستان کې د خلکو ذهینت داسې جوړ شوی چې پولیس بې کفایته او درغل کسان ګڼل کیږي ، خو اوس وخت راغلی چې د خلکو دا مفکوره باید بدله شي ، ځکه پاکستان کې عموما او په خیبر پښتونخوا کې خصوصا بې شمیره د پولیسو سرتیري یوازې په دې ګناه وژل کیږي چې دوی د پولیسو یونیفورم اغوستی وي او په هغه جنګ کې یې برخه اخیستې چې دوی ورته په زوره لیږل شوي دي.

په امنیتي پوستو کې د پولیسو سرتیري هره ورځ ودریږي او هر وخت دا ویره وي چې اوس به یو ځانمرګی راځي او د لته به ځان الوزوي. په ځواب کې دوی هیڅ هم نه غواړي او بیا هم ورته په سپکه کتل کیږي حال دا چې ددوی د قربانیانو قدرکول پکار دي او ستاینه یې کول پکار دي.

ورځپاڼه لیکي، همدارنګه د حکومت هم ذمه واري جوړیږي چې په ناامنو سیمو کې کارکونکو پولیسو ته ښې تنخوا وې او ډالۍ ورکړي او دا باور هم چې که پر دوی څه وشول نو د کورنۍ کفالت به یې د حکومت په غاړه وي.

مقاله وايي، حکومت دا حقیقت هم باید درک کړي چې پولیس په یوازې ځان د طالبانو د ګواښونو مخه نه شي نیولی.

د دوی له صلاحیتونو باید د جنايي جرمونو د څیړلو لپاره او د قانون ماتونکو د نیولو لپاره کار واخیستل شي.

د ترهګرو خلاف جنګ د پولیسو نه بلکه د پوځ کار دی. همدارنګه پکارده چې پولیسو ته هم د ترهګرۍ خلاف دجنګ لپاره روزنه ورکړل شي ځکه دا جنګ اوس دوی ته هم په اعظمي توګه ورپغاړه شوی دی.

دترهګرۍ خلاف جنګ یو داسې جنګ دی چې موږ کې هیچا یې غوښتنه نه کوله بلکه موږ ټول پکې نغښتي یو.

او هغه کسان چې په دې جنګ کې جنګیږي باید د قصاب په وړاندې د قربانۍ ګډوري ونه شمیرل شي.
XS
SM
MD
LG