د بلوچستان په ضلع ډېره بوګټي کې د چارواکیو په وېنا، د مسجد له جومات سره ښخ کړل شوې بمي چاودنې د پاکستان قامي اسمبلۍ د غړي میر احمدان بوګټي په ګډون،۱۲ کسان ټپيان کړي دي.
د چارواکیو په وینا، چاودنه هغه وخت وشوه،کله چې خلک د جمعې لمانځه وروسته،له جوماته د وتلو په حال کې وو.
د ډېره بوګټي ډي اېس پي قاسم علي مشال راډيو ته وویل، چې (( له پاکستان څلور لارې سره نژدې د ریموټ کنټرول په یوه چاودنه کې د میراحمدان بوګټي او د هغه د زوی په ګډون ۱۲ تنه زوبل شول. او بم د جومات له بهرني دېوال سره ښخ کړی شوی وو چې وچاودېدلی.))
پولیس زیاتوي چې له چاودنې وروسته یې درې مشکوکه کسان نیولي دي او د پېښې ځای یې په خپله ولکه کې اخیستی دی.
تر دې دمه کومې وسله والې ډلې د پېښې پړه په غاړه نه د اخیستې.
د قامي اسمبلۍ غړی میر احمدان بوګټي د پاکستان له پخواني پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف سره نژدې اړیکې لرونکي ګوند مسلم لیګ (ق) سره تعلق لري.
نیاز موسا خېل مشال راډيو کوټه