هارون باچا مشال راډيو
پراګ: د خيبر پښتونخوا حکومت د پښتني کلتور او هنرونو د ساتنې او ودې لپاره د کلچر ډايريکټريټ مشر وايي که څه هم وسايل ورسره لږ دي خو له تېر کال راهيسې يې د کلتوري چارو د پرمختګ په موخه يو لړ پروګرامونه پيل کړي دي. د نوموړې ادارې ډايريکټر پرويز ثبت خېل وايي، چې ډېر ژر به یوه کلتوري تګلاره جوړه شي، چې خپلې چارې په ښه توګه پر مخ یوسي.
(( د ۲۰۱۱ م کال په اپريل کې، چې ميا افتخار حسين ته وزارت ملاو شوی دی، په هم دغه کال د ۳۰ نه واخلې تر ۴۰ کروړه روپيو پورې بجټ تر لاسه شو. هيڅ انفراسټرکچر نه و، وداني نه وه، اوس هم نشته، په نشتر هال کې يې ډايريکټريټ ته يو دوه کوټې ورکړې دي. خو ډېر ژر به خپل يو عمارت ولري. نو په روان کال کې موږ سټيج وکړو، مېلې مو جوړې کړې، کتابونه مو چاپ کړل، د هنرمندانو لپاره مو روزګار سکيم پيل کړو. موږ يوه کلچرل پالېسي جوړول هم پيل کړي دي، چې که سبا ته دا حکومت لاړ هم شي، خو چې د کلتور د پرمختګ په موخه پيل شوي کارونه و نه درېږي.))
ادارې لګيا ده پياوړې کېږي، نو راتلونکي ته هيله من يو او د مايوسه کېدلو ضرورت نشتهډایرېکټر پروېز ثبت خېل