د لاسرسي ځای

تازه خبر

نادرا د پاکستان یتیمانو ته شناختي کارډونه جوړوي


رابعه اکرم مشال راډيو

د شناختي کارډونو ورکولو قامي اداره نادرا وايې چې په يتيم خانو کې موجود داسې يتيمان او لاوارثه ماشومان چې د مور او پلار شناخت ورسره دستياب نه وي د هغه د نومونو او شناخت مسله نادرا هواره کړه او اوس به دې ماشومانو ته د پاکستان د ايېن مطابق بنيادي د شناختي جوړولو حق ترلاسه شي.

د نادره لخوا جاري شوې بيان ترمخه نادره به لاوارثه ماشومانو ته به نادرا د 2001 م کال تر قانوني مادې لاندې کمپیوټري قامي شناختي کارډونه جاري کوي او دغه رنګ د يتيم خانو د اندارجولو کار له بشپړېدو وروسته به یو یتیم ماشوم هم له خپله بنیادي حقه نه بې برخې کېږي.

خبر پاڼه زياتوي ټولې يتيم خانې باید له نادرا سره اندراج وکړي او د دوی د شرايطو پابندي دې وکړي چې پکې د اندراچولو بشړ فارم ، د يتيم خانې د مشر کمپيوټري شناختي کارډ کاپۍ ، وفاقي او صوبايې ادراج ادارې لخوا جاري شوي اسناد او په يتيم خانه کې موجود د ټولو ماشومانو مکمل ريکارډ نادرا ته د روانې مياشتي تر ۳۰ م نومبر وړاندې واستول شي.

يتيمانانو د نادرا په فيصله خوښي ښودلې او وايې چې دوی به وس ملکې او بين الاقوامي کچه د ژوند په مختلفو څانګو کې برخه اخيستلای شي.

د کراچې په ايدهي فاونډيشن کې دوويشت کلن شهزاد مشال راډيو ته وويل:

،، موږ هم غواړو، شناختي کارډ ولرو چې نورو ملکونو ته لاړ شو او د ټولو نه مخکې پاکستان کې وګرځو ،،

يويشت کلن مهدي عارف هم د کراچې په ايدهي فاونډيشن کې اوسيږي او وايې چې د شناختي کارډ نه لرلو له وجې دوي اکثره له مسلو سره مخامخ وي.

،، موږ چې چرته هم لاړ شو نو پوليس مو ودروي چې شناختي کارډ دي چرته دي او وايي، چې د کراچۍ سره تعلق نه لري ، ته د کوم ځای يې ، دا رنګ سوالونه رانه کوي . ايدهي فاونډيشن موږ ته تعليم و هنر راکړی دی نو که شناختي کارډ مو جوړ شي نو ښه نوکريانې راته بهر ملاوېدلای شي ،،

دايدهي فاونډيشن مشر عبدالستار ايدهي مشال راډيو ته وويل چې هغوی په دې فيصله خوشاله دي ځکه چې هميشه د لاوارثه او يتيمه ماشومانو د مسلو لپاره یې اواز اوچت کړی دی او که په دې کار وکړل شي نو ډير لاوارثه او يتيمه ماشومانو مستقبل به روښانه شي .

،، چې دوی ستر شي نو سرکاري نوکريانې ورته ملاوېدلای شي دا د دوی حق دی او اصل پاکستانيان دي خو اوس به ګورو چې دوی کوم شرطونه ايښي دي که د پلار نوم غواړې او نور څه نو زه تيار يمه چې زه دوی ته خپل نوم ورکړمه او که دا کار وشو نو ډير به ښه وي . ،،

د نادرا جاري شوې خبر پاڼه زياتوي، چې د لاوارثه ماشومانو د شناخت مسله په 2006کال کې مخې ته راغلې وه نو له هغه وخته راهيسې یې دو حل لټولی.

XS
SM
MD
LG