د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې په سپيني سړک درې هزاره ګان ووژل شول




د کوټې د پولیسو په وینا ددې ښار پر سپيني سړک د سېشنبې په ماښام نامعلومه وسله والو پر يوه ټيکسي ډزې کړې، چې په کې ناست درې تنه يي وژلي او دوه نور يي ژوبل کړيدي.

پولیس زیاتوي؛ پنځه واړه کسان هزاره ګان دي، چې تعلق يي له شیعه مسلک سره دی.

تر اوسه د پېښې پړه هیڅ ډلې یا کس نه ده منلې.

هزاره ګان په کوټه کې اوسي او دوی شیعه مسلکه مسلمانان دي.

په دې ښار کې وخت تر وخته هزاره ګان وژل کېږي.

XS
SM
MD
LG