د لاسرسي ځای

تازه خبر

اباسین سیلاب د سینما په سکرین ځلیدل غواړي


Kabul:Afghan actor, singer and TV anchor Abaseen sailab working for cultural developement in Afghanistan
Kabul:Afghan actor, singer and TV anchor Abaseen sailab working for cultural developement in Afghanistan



په تاتره خپرونه کې مو دا اونۍ د افغانستان ځوان سندرغاړی ، شاعر ، خبریال ، نطاق او د ډرامو ستوری اباسین سیلاب میلمه و .




اباسین له تیرو څو کلونو راهیسې په کابل کې د بیلا بیلو رسنیو سره کار کوي او په کولتوري څانګو کې یې ډیر کار کړی دی. دوی د پښتو ژبې په دوو ډرامو ( ملاله ) او ( سوره ) کې کار کړی او خلکو یې کار ډیر خوښ کړی دی.

اباسین سیلاب دافغانستان د کونړونو ولایت د وټه پور سره تړاو لري ، دامهال یې عمر ۲۴ کاله دی او له تیرو شپږو کلونو راهیسې په کولتوري هلو ځلو بوخت دی.

نوموړي په دې وروستیو کې د جنګ خلاف یو غزل هم ډیر په زړه راښکونکي انداز کې سندریز کړی چې شعر یې د افغانستان د ځوان شاعر طاهر شرر څاپي او کمپوز او موسیقي یې د جاوید امیر خیل دي.



اباسین سیلاب وايي کورنۍ یې دده د کولتوري هلو ځلو مخه نه ده نیولې ، وروڼه او پلار یې دده کار خوښوي او دی پخپله هم غواړي چې خپلو مینه والو ته صفا سوتره او ښه او ښکلي هنرونه وړاندې کړي.

داباسین سیلاب سره دا بنډار لاندې اوریدلی شئ ، د خپرونې کوربه نجیب عامر دی.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:52:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG