د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د خیبر ځلمیان د خپلو کډوالو مرستې کوي"


د خیبر جلوزو کیمپ کډوال ماشومان د خپلې کیږدۍ مخې ته ولاړ دي
د خیبر جلوزو کیمپ کډوال ماشومان د خپلې کیږدۍ مخې ته ولاړ دي




رابعه اکرم مشال راډيو

په جلوزو کيمپ کې ميشت کډوالو سره د مرستو لپاره د باړې تعليميافته ځوانانو په کيمپ کې د خيبر د ځوانانو فورم په نوم يوه ډله جوړه کړيده.

د خيبر د ځوانانو د فورم صدر مراد خان مشال راډيو ته وويل، چې دوی له خپل وس سره سم د کډوالو مرسته کوي او په ډله کې یې ۲۱ کسان کار کوي. د ده په خبره د ځوانانو او پرمختیا په نامه یوې غیرسرکاري ادارې د باړې څوارلسم پاس تعليمیافته زدکونکو کډوالو ته روزنه ورکړه.

((موږ ته د سوداګرۍ او کاروباري اړيکو مهارت په نامه پروګرام لاندې روزنه راکړل شوه، دا په ايبټ اباد کې د شپږ ورځې پروګرام وو ، دروزنې اخیستو پس مو سوچ وکړو چې تعليمیافته یو ولې د خپلو خلکو خدمت ونه کړو.))

نوموړی زياتوي، په کيمپ کې ميشت کډوالو او د غير سرکاري ادارو تر مينځ چې څه مسلې وي د هغوی د هوارولو لپاره له دواړه سره رابطې کوي.

،، په کيمپ کې که خلکو ته یو څه مسله وي که هغه د تعليم وي، صحت يا خوراکې توکیو د تقسيم.او له دې سره سره موږ په کيمپ کې د غير سرکاري ادارو د کار جاج هم واخيستلو چې موږ په دې اړه څه کولای شو .او زموږ کار د کډوالو رهنمايي هم ده او د غير سرکاري ادارو او د کډوالو تر مينځه رابطې هم جوړوو ،،

د باړې سيمې کډوال حاجي عبدل منان د ځوانانو د دې تنظيم په باب وايي چې د دې ځوانانو له وجې د کيمپ د خلکو ستونزې اوس په اسانه هواريږي.

،، موږ د دې ځوانانو شکريه ادا کوو ځکه چې دوی د کيمپ د خلکو مرستې کوي او دې ځوانانو له اختر مخکې زما درې ورځې خدمت وکړو ، نو موږ د کيمپ په غونډه کې دا خبره وکړه چې د دې ځوانانو غوندې که نورو ادارو کار کولای نو نن به هر څه ښه روان وو ،،

ددي تر څنګ د جلوزو کډوال کيمپ مشر نور اکبر اپريدي مشال راډيو ته وويل چې د خيبرځوانانو ټولنې د کډوالو سره په مرستو یو ښه بدلون راغلی دی.

،، يو خبره دا د چې دوی د غير سرکاري ادارو سره د خوراکې توکو په تقسيم کې مدد کوي او بله خبره دا ده چې دا د دوی خپل خلک دې نو دوی یې ښه پوهولای شي ، او د دې ټولنې له وجې مو کارونه اسان ا شوي دي ،،

نوموړې زياتوي چې په دې ټولنه کې نه یوازې د خيبر ايجنسۍ ځوانان دي بلکې د نورو ايجنسو هغه هم په کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG