د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: پروپیګېنډه خپرول، تشدد راپارول


دا په لاهور کې د هغه سوځول شوي سکول تصویر دی چې مذهبي سپکاوي د ادعاوو په تور اور ورکړل شو
دا په لاهور کې د هغه سوځول شوي سکول تصویر دی چې مذهبي سپکاوي د ادعاوو په تور اور ورکړل شو



پامیر ساحل مشال راډيو

پراګ:- د پاکستان په لاهور کې د پنجشنبې پر ورځ خلکو پر یوه شخصي ښوونځي حمله وکړه او د ښوونځي سامان ته یې اور واچاوه. د خلکو دریځ دا وو چې د سکول یوې استادې د اسلام سپکاوی کړی دی.

دې ته ورته پېښه موده مخکې په اسلام اباد کې وشوه چې په کې پر یوې عیسوۍ نجلۍ چې نفسیاتي حالت یې ښه نه وو، تور پورې شو چې د اسلام د پیغمبر (ص) سپکاوی یې کړی دی او بیا خلکو غوښتل چې د دې نجلې پر کور حمله وکړي.

همدا راز، د ملالې یوسفزۍ پر معاملې پر ټولنیزو ووبپاڼو انځورونه خپاره شول او و ویل شول چې نوموړې له امریکا سره تړاو لري. پر دې خبرې ان د پاکستان پر ټیلي ویژنونو خبرې وشوې او ولس هر ځای غبرګون وښود.

د داسې خبرو او کارونو په نتیجه کې ولس ولې تر تاثیر لاندې راځي؟

د پېښور پوهنتون مشر او د اسلامي چارو کار پوه ډاکتر قبله ایاز د دې پوښتنې په ځواب کې وايي، په ټولنه کې پوهه سطحي ده او د ابلاغ ذریعې یانې رسني هم پخې نه دي نو ځکه ولس ژر د پروپیګنډې ښکار کېږي:

((په پاکستان کې جذباتیت ډېر زیات دی او د جذباتیت له وجې خلک [ژور فکر نه کوي] بلکې په سطحي ډول چې خلک څه خبرې وکړي نو دوی یې تسلیموي. په بنیادي توګه زموږ په ملک کې د تعلیم کمی دی. او د تعلیم له کمي علاوه زموږ د ابلاغ چې کومې ذرایع دي، په هغوی کې هم پختګي نه ده راغلي.))

په اسلام اباد کې د ټولنیزو چارو کار پوهه ماروي سېرمد هم له ډاکتر قبله ایاز سره هم نظره ده او وايي چې نه یوازې په پاکستان کې بلکې په اسلامي نړۍ کې هم د پوهې کمی دی او د علم تخلیق عمل د نشت برابر دی:

((ګوره د علم تخلیق کولو له پاره د هر دور انسان برخه اخیستې ده. ته راته ووایه چې پاکستان خو له ۶۰ یا ۶۵ کالونو راهیسې موجود دی، مسلمانانو په تېرو ۳۰۰ کالونو کې په انساني ټولنه کې د علم په تخلیق کې څومره برخه اخیستې ده؟ په دې چې فکر وکړو نو موږ ته به مالومه شي چې موږ په فکري توګه څومره شاړ یو. او هر ځای کې دا شاړوالی زیات وي، هلته د غیر محفوظه کېدو احساس هم زیات وي.))

ډاکتر قبله ایاز وايي، په پاکستان کې د رایې جوړوونکو خلکو هم سمه روزنه نه ده شوې او د دوی خبرې پر ځای د ګټې تاوان رسوي.

دی وايي، په ټولنه کې مذهبي پوهه او د خلکو دیني عقاید هم سطحي دي.

دی همدا دوه وجوهات په ټولنه کې د تاو تریخوالي لامل ګڼي.

خو ماروي سېرمد وايي، په پاکستان کې له تېرو درو لسیزو راهیسې داسې یوه فضا جوړه کړل شوې ده چې په کې تاو تریخوالی او تشدد ډېر زیات دی:

((له لسیزو راهیسې داسې یو ماحول جوړ کړل شوی دی چې په کې زموږ ماشومان پیدا کېږي هم او لویېږي هم. په دې ماحول کې هغوی ته دا ویل کېږي چې ټوله نړۍ د دوی مخالفه ده او په ځانګړې توګه اسلام ختمول غواړي. تر کومې چې د قهرجنې او له تاو تریخوالي ډکې رویې خبره ده نو د دې یوه وجه خو دا ده چې زموږ په ټولنه کې د ټوپک استعمال هم د ریاست په کچ زیات دی او هم د ټولنې په سطح. د سیاسي مسلو د هواري له پاره هم ټوپک استعمالېږي. یوازې د مذهب خبره نه ده، بلکې په ټولنه کې هر ځای وژنې او د وسلې استعمال روان دی.))

د پوهانو په اند، د سم علمي او روزنیز بهیر او نظام نشتوالی په پاکستان کې د خلکو د پوهې سطح ټیټه ساتي؛ همدا راز د عقایدو خاموالی د دې لامل ګرځي چې تاو تریخوالی زیات شي.

XS
SM
MD
LG