د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ: د اسامه کیسه، او کابل سوکونې سیالي



کرسچین ساینس مانیټر د لیکوال طه صدیقی یوه مقاله خپره کړې وايي په اېبټ آباد کې د اسامه بن لادن د موجودګۍ په اړه د تحقیقاتي کمیشن د جوړیدو یو نیم کال وشو خو د پام وړ مالومات وړاندې کولو کې لا هم ناکامه دې او دغه رسمي تحقیقاتو لا نورې افواه ګانې رامنځ ته کړي. د مقالې ترمخه زیاتره خلکو دا فکر کولو چې په دې تحقیقاتو کې به کیدای شي د طاقتورې پوځي انتظامییې په اړه هم مالومات څرګند شي.

په پاکستاني پوځ غربي نړۍ د سخت دریځو سره د مرستو تورونه لګوي.

لیکوال وايي داسې ښکاري چې ددغه معاملې دیو نیم کال تیریدو وروسته حکومت او حکومت مخالفه ګوندونه د تحقیقاتو په نتایجو کې هیڅ دلچسپي نه لري. هلته چارواکي وايي چې دغه رپوټ دې عوامو ته څرګند کړې شي، خو زیاتوي چې دا کمیشن د اسامه بن لادن په اېبټ آباد کې د پاتې کیدو په لړ مضبوط ثبوتونه لټولو کې ناکامه دی.

مقاله د زمان نومې دغه چارواکي له خولې لیکي میډیا او مدني ټولنې د خپل وس مطابق په حکومت ډېر فشار واچولو چې د اسامه په اېبټ آباد کې د پاتې کیدلو او د امریکايي ځواکونو لخوا په موندلو کې کوم خلک ککړ دي هغوی ته دې سزا ورکړل شي.

لیکوال وايي، د ځینو میډیا رپوټونو ترمخه دې تحقیقاتي کمیشن لا د وړاندې نه ویلي چې پوځ په دغه معامله کې هیڅ ډول لاس نه لري. بلخوا څیړونکي وايي چې که دې کمیشن په رښتیا پوځ ددې ټولې مسلې نه آزاد ګرځولی وي نو حکومت د پوځ سره د خپلو اختیاراتو د توازن ترلاسه کولو یوه ښه موقع له لاسه ورکړه.

بلخوا نیویارک ټایمز ورځپاڼه خپله یوه مقاله کې وايي افغانان ښه جنګي مقابله خوښوي هغه که دسپو وي، د ګډانو وی، او که د زرکانو خو چې دوه شیان په مقابله ورغلي وي نو ګڼ شمیر خلک ترې چاپیره تماشې ته ولاړ وي. او دغه وجه ده چې په روانه هفته کې په کابل کې د باکسنګ نړیواله مقابله وشوه نو خلکو ډېره خوښه کړه او دهغې د تماشې لپاره یې دټیکټونو ترلاسه کولو هڅې کولې.

ورځپاڼه لیکي د منځني وزن د نړیوال باکسنګ په دې د لویو وچو ( بین ال براعظمي( مقابله کې جرمن نژاد افغان ۲۹ کلن حمید رحیمي او د هغه سیال د تنزانیه ۲۳ کلن سید امبیلوا په نړیواله کچه مشهور لوبغاړي نه دې او ددې حقیقت باوجود چې رحیمي د ټولو کتونکو د خوښې لوبغاړې وو خو دوی ددې مقابلې د ګټلو په تکنیکي عمل شکمن وو.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وړاندې لیکي خلک د رحیمي د ګټلو په اعلان ډېر په جوش کې راغلل چې پکې امبیلوا هم شامل وو، امبیلوا رحیمي په هوا کې اوچت کړو. او دا راز دغه خبره د افغانستان تازه سازشي نظریه وګرځیدله چې دا مقابله هم دهوکه اویا په مصنوعي توګه جوړه شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG