د لاسرسي ځای
عمومي پاڼې یا موضوع ته لاړ شئ
عمومي یا کورپاڼې ته لاړ شئ
لټون ته ورشئ
کور
لنډ خبرونه
پښتونخوا او قبایل
بلوچستان
پاکستان
افغانستان
نړۍ
ځانګړې مرکې، شننې
انځور او ویډیو
اوونیزې خپرونې
نهه ساعته راډیويي خپرونې
Gandhara
موږ وڅارئ
د ازادې اروپا راډیو ټولې ووبپاڼې
لټون
لټون
پخوانی
بل
تازه خبر
پخوانی
بل
ژوندۍ
ژوند ژواک
افغان سوکوهونکي د کابل لومړۍ جهاني سیالي وګټله
اکتوبر ۳۱, ۲۰۱۲
افغان سوکوهونکي د کابل لومړۍ جهاني سیالي وګټله
چاپ کړئ
په جرمني کې میشت افغان باکسر حمید رحیمي په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې د سې شنبې په شپه د سوک وهنې په یوې بې سارې نړېوالې مسلکي لوبه کې خپل تانزانیايي سیال سعید امبلوا مات کړ او په نړېواله کچه د متوسط وزن اتلولي یې وګټله.
په تېرو څا نا څه ۳۰ کالونو کې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان پلازمېنه کابل کې د سوکوهنې (باکسنګ ) نړیواله لوبه ترسره کیږي. د افغانستان ولسمشر حامد کرزي رحیمي ته مبارکه وویله او د تنزانوي اتل سعید امبلوا یې ستاینه وکړه چې کابل ته د لوبې لپاره ولاړ.
حمید رحیمي له مشال راډیو سره په ځانګړو خبرو کې وویل، دا لوبه چې د سولې لپاره د مبارزې په نوم جوړه شوې وه د ټولو لپاره د سولې پیغام وو او هیله من دی چې افغانان نوره جګړه بس کړي او سپورت ته چې د سولې راوړونکی دی مخه کړي:
"ټول افغانستان ته دې مبارک وي زه پوهیږم ما چې دا ملاوندۍ (کمربند) ګټلی ټول افغانستان ګټلی دی، دوم دا چې زه هیله لرم دا کمربند چې زما په لاس کې دی موږ سپورټ وګټو، موږ باید ټوپک او جګړې پریږدو دستکش په لاس کو د فوټبال توپ واخلو او لوبو ته مخه کړو."
29
کلن رحیمي وویل، هغه دا سیالي په افغانستان کې د سولې په نامه کړه چې د ده په اند د لوبو په مرسته د ټولو مذهبونو او ټولو سیمو خلک رایوځای کیدای شي.
د حمید رحیمي سیال که څه هم مخکې له لوبې رسنیو ته ویلي وو، چې د رحیمي په ماتولو به بریالی شي، خو په لوبه کې یې د اوږې د ژوبلیدو له امله خپله ماته ومنله او دا یې خپله تر ټولو سخته لوبه وبلله.
افغان ننداره چیانو نه یواځې د لوبې په تالار کې په ډېر شور او ځوږ سره له خپل اتل سره ملګرتیا کوله بلکې د ښار په واټونو کې هم په بېلابېلو ځایونو کې په اتڼونو او شور او چغو سره دا اتلولي ونمانځله.
افغان سوک وهونکي حمید رحیمي له دې مخکې د ۲۰۱۰ کال په ترڅ کې د سوک وهنې د نړېوالې ټولنې د منځني وزن اتلولي له خپل سیال څخه چې د بیلاروس باشنده وه ګتلي وه.
په جرمني کې هستوګن حمید رحیمي د تانزانیايي سوک وهونکي سعید امبلوا په ماتولو سره نه یواځې دا چې د خپل مخکیني ملاوندي(کمربند) کلکه دفاع وکړه، بلکې د سوک وهنې د نړېوال سازمان د منځني وزن انټرکانټیننټال ( د لویو وچو دننه ) اتلولي یې هم وګټله.
رحیمي نهه کلن وو چې په ۱۹۹۲م کال له کورنۍ جګړې وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای جرمني ته کډه شول.
انځورونه، ویډیوګانې
نښلول
شریک کړئ
په شمالي وزيرستان کې ۲ پولیس او يو روغتياييکارکوونکی وژل شوي
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
پلنوالی
px
لوړوالی
px
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:01:15
0:00
په شمالي وزيرستان کې ۲ پولیس او يو روغتياييکارکوونکی وژل شوي
تفصیل...
نور له پښتونخوا او قبایلو
د جج د نه موجوديت له امله د علي وزير په اړه شوې پرېکړه وانورول شوه
په شمالي وزيرستان کې د پوليو کمپاين يو کارکوونکی او ۲ پولیس وژل شوي دي
د کورمې خلک د انټرنيټ د بحالېدو غوښتنه کوي
د خیبر پښتونخوا حکومت د لږکیو لپاره د کروړونو روپیو سکالرشېپونه اعلان کړل
نور ولولئ
بیرته پورته
XS
SM
MD
LG