د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان مخ پر وړاندې درومي






ايکانومسټ مجلې په اداريه کې راغلي دي افغانستان د پرمختګ په لور روان دی ، که څه هم په افغانستان کې ډير کارونه وران شوي خو بيا هم چې کوم پرمختګ شوی هغه له پامه نه دي غورځول پکار .

په افغانستان کې د کال ۲۰۰۱ راهيسې د طالبانو پرضد جګړه کې لوی ځاني او مالي زيان شوی دی.

غرب هم په تېر وختونو کې د افغانستان د راتلونکي په اړه لویې لويې دعوې کړې وې خو که دا هرڅه يو خواته کړل شي او نن دې ته وکتل شي چې د افغانستان راتلونکې به څنګه وي او څه رنګه ښه کېدای شي؟

په اداريه کې راغلي دي په ناټو هېوادونو او غربي نړۍٌ کې رای ورکونکي دا سوچ کوي چې په افغانستان کې جنګ نه شي ګټل کېدای ، حکومتداري خرابه ده ، په دغه هېواد کې درغلي (کرپشن) او بدامني ده.

دا اندازې هم دي چې کله په ۲۰۱۴مکال کې نړيوال ځواکونه له افغانستان وځي نو په دغه هېواد کې به خونړۍ خانه جنګي رامنځ ته شي او کېدای شي طالبان بيا په واک کې راشي.

د غرب سياستمداران چې له جګړې ستړي دي هڅه کوي چې د خپل ولس اعتماد ترلاسه کړي او د ټاکلې وخت نه وړاندې خپل پوځونه له افغانستانه راوباسي. خو دا به يوه لويه غلطي وي ځکه چې کوم پرمختګ په دومره مشکله سره شوي هغه به له منځه ولاړ شي او له دې سره به په دغه هېواد کې د انتقال عمل بې له څه ضرورته خراب شي.

با وجود د يو شمېر مايوسيانو په افغانستان کې په تېرو يولس کلونو کې لوي پرمختګ شوې ، تعليم او د بنيادي صحت لپاره ډير کار شوی ، تعليميافته ځوانان د خپلو مشرانو په پرتله ډير روښان فکره دي او پراخ سوچ لري ، کابل چې څه وخت کې تبا شوی وو اوس مهال د جديد انټرنيټي نظام کاروباري مرکز دی ، په دې ښار کې څه باندې پنځوس لکه موبايل ټلي فونونه دي ، مېډيا په کې آزاده او فعاله ده.

همداراز په افغانستان کې امنيتي سرتيري چې د نشت برابر وو اوس يې شمېر ۳۵۰ لکه ته رسېدلې ، که څه هم دې سرتېرو ته د لا نور ښه کېدو ضرورت دې خو بيا هم دوي تقريباً په ټولو پوځي عملياتو کې برخه اخلي او نږدې د نيم په نيمه عملياتو مشري هم کوي.

په افغانستان کې د نوې خانه جنګۍ په اړه وړاند وينې مبالغې دي ځکه چې د طالبانو ملاتړ محدود شوی او مشر تابه يې له جنګه ستړې شوې ده.

XS
SM
MD
LG