د لاسرسي ځای

تازه خبر

اختر له عالمزېب مجاهد سره




د اختر د ځانګړو خپرونو په ترځ کې مو دا ځل عالمزېب مجاهد مېلمه کړ.

عالمزېب مجاهد د پښتو او اردو ژبو په ډرامو، فلمونو، خاکو او د سټېج پروګرامونو منل شوی او نومیالی اداکار دی.

ده که څه هم سنجیده رولونه لوبولي دي خو پښتانه یې ډېر د خپلې مزاحیه اداکارۍ له پاره پېژني.

عالمزېب مجاهد هم د نورو پښتنو په څېر پر دې خاوره له تېرو ۱۰ یا ۱۱ کالونو راهیسې د روانې سختدریځۍ او جګړې ښکار شوی دی او یو وخت خو وسله والو تښتولی هم وو.

تر هغې وروسته ورته په بیا بیا ګواښونه کېدل او د ځینو نورو پښتنو هنرمندانو او اداکارانو عالمزېب مجاهد هم وطن پرېښود او بل هیواد ته لاړ.

درې یا درې نیم کالونه وشول چې عالمزېب مجاهد له وطنه لرې تللی، اوس خلک نه خندوي ځکه چې خپل ژوند یې د ژړا دی.

عالمزېب نن سبا ټیکسي چلوي او روزي ګټي.

دی له مودو راهیسې له خپل وطنه لرې دی او ورو ورو له پښتنو هم هېر شوی دی.

په تېرو څو کالونو کې عالمزېب مجاهد له رسنیو سره ډېرې خبرې نه دي کړې خو دا ځل یې مشال راډیو ته په اختر کې وخت ورکړ.

له نوموړي سره مجید بابر خبرې کړې دي او دا پروګرام یې جوړ کړی دی چې تاسې یې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:47:01 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG