د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ګاونډيان په افغانستان کې د جګړې اور ته لمن وهي"


افغانستان: افغان ولسمشر حامد کرزي په فاریاب کې د ځانمرګي برید له ځپل شویو کورنیو سره ولیدل او خپله خواشیني او خپګان یې ورسره شریک کړ. ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۲
افغانستان: افغان ولسمشر حامد کرزي په فاریاب کې د ځانمرګي برید له ځپل شویو کورنیو سره ولیدل او خپله خواشیني او خپګان یې ورسره شریک کړ. ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۲





ولسمشرحامدکرزی د لوی اختر د لومړۍ ورځې د ځانوژونکې حملې له قربانیانو سره د خواخوږۍ لپاره پرون (اتوار ورځ) فاریاب ولایت ته ولاړ.

کرزي د فاریاب خلکو او چارواکو ته په وینا کې پر ګاونډیو هېوادونو انتقاد وکړ چې د افغانستان د جګړې اور ته لمن وهي. ده د سعودي عربستان د ستر مفتي یوې وروستۍ فتوا ته په اشارې سره په افغانستان کې روانې ځان وژونکې حملې د اسلام ضد عمل وبللې :

(د سعودي ستر مفتي د عرفات په میدان کې د اسلام نړۍ ته په خطاب کې وویل چې ځانمرګي بريدونه او ترهګري د اسلام ضد او له اسلام سره دښمني ده. دا کار چې هرچا کړی، که بهرنی دی او که کورنی که خپل و، که پردی د اسلام او د افغانستان د خلکو د اختر او خوښیو دښمن و.)

ولسمشر کرزي د فاریاب د ځانمرګي بريد ځپل شویو کورنیو سره د مرستو ژمنه هم وکړه. په میمنه ښار کې ځانمرګې بريد د جمعې په سهار هغه مهال وشو چې خلک د لوی اختر له لمانځه وروسته له عیدګاه راوتلو. په چاودنه کې څلورڅلوېښت کسان ووژل شو، او له شپېتو زیات یې ژوبل کړل.

د یو بل خبر له مخې د افغانستان د بشري حقونو سازمان د فارياب ولايت وروستۍ ځان وژونکې حمله چې په لسګونو خلک يې د اختر په لومړۍ ورځ مړه او ټپيان کړل، غندلې ده.

بلخوا د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې پنځه تنه وژل شوي دي. سیمه ایز چارواکي وايي، طالبانو دا کسان چې د کابل اوسېدونکي او عام وګړي دي د اختر په لومړۍ ورځ وژلي دي.

د غزني مرستیال والي محمدعلي احمدي وايي چې دا ځوانان د کار په لټه غزني ته تللي وو. احمدي وايي چې د وژل شویو کسانو مړي د دوی د کورنیو لخوا د اختر په دویمه ورځ کابل ته ولېږدول شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG