د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیا ځوانان اختر د عادي ورځو په څېر ګڼي


داود تپان

ګردېز - د افغانستان پکتيا له ډېرو هغو ولسواليو څخه ځوانان د اختر د مېلو په موخه مرکز ګردېز ته راځي چې ټوله سيمه غرني طبعي مېله ځايونه لري، دوئ وايي چې د وسلوالو له ويرې هغو پخوانيو ميله ځايونو ته چې په نورو اخترونو کې به ورتلل نه شي ورتلی او په خبره يې چې په ګردېز کې هم د مېلې ځايونو د نشتوالی له امله اختر د خوښۍ رنګ نه لري.


د پکتيا ګڼو ځوانانو د اختر له رارسېدو د خوشالي هيله لرله او فکر يې کاوه چې د اختر په څو ورځو کې به ډ‌ېرې خوشالۍ او مېلې کوي، د اختر له رارسېدو مخکې يې د ځان له پاره نوي بوټ کالي او هر څه اخيستي ، خو د اختر لومړۍ او دويمه ورځ يې بې خوشاليو او مېلو تېريږي .

د پکتيا لرو پرتو ولسواليو او نږدې سيمو ګڼ ځوانان د اختر پيکه والي خبره کوي او وايي چې مرکز ګردېز ته د مېلو کولو په نيت له خپلو سيمو څخه راغلي خو د دوئ په خبره چې دلته له کلي د اختر خوند او مزه لا پيکه ده :(( نوم مې فريد ده د ابراهيم خېلو نه راغلی يم، ګهيځ زرمت ته لاړم هلته به مخکې ډېرې مېلې وي اوس هېڅ شی هم نه و دلته راغلم او دلته هم په چول بيابان واوښتم، له اختر نه خو هغه عادي ورځې ښې وي سړی کار کوي او په کار لګيا وي ساعت يې تېروي)).

(( زما نوم رحمت الله دی موږ خو نوي له پاکستان نه راغلي يو اختر خوند نه کوي هلته به مو په پارکونو کې له همځولو سره اختر په خوشالۍ او مېلو تېراوه خو دلته د اختر خوند نه شته، پارکونه د ساعت تيري ځايونه نه شته)).

(( زما نوم شهزاده دی په ګردېز کې خو اخترونه ځکه خوند او رنګ نه لري چې امنيت نه شته او خلک به مشکلاتو،ذهني او روحي مرضونو اخته دي، نو اختر به څه خوند وکړي چې څوک جوړ نه وي)).

دغو او ګڼو نوروځوانانو په خپلو سيمو کې امنيت نشتوالي ته هم ډېره اشاره کوله او ويل يې چې ډېرو لرو هغو غرنيو سيمو ته چې پخوا به د مېلو او اختر ورځو دنمانځنې په خاطر ډله،ډله ملګري ورتلل نه شي ورتلی.

دوئ دا خبره کوي هغو غرنيو مېله ځايونو کې چې د اختر په شپو ورځو کې به يې مېلې جوړولې، لکه ځاځي اريوب،جانخېل ،مېرزکې او احمدابا ولسوالۍ مچلغو سيمې اوس د وسلوالو له ويرې نه شي ورتلی او پر ځای يې مرکز ګردېز ته راغلي خو وايي چې دلته هم اختر د تېر په څېر هغه خوند، مزې او مېلې نه لري.
XS
SM
MD
LG