د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بغلان کې ممکنه ځانمرګی بریدګر ونیول شو



د افغانستان په بغلان ولایت کې د سهار له لمانځه وروسته یو ځانمرګي بریدګر د دغه ولایت پر امنییه قومندانۍ تر برید وړاندې ونیول شو.

د بغلان ولایت قومندان جنرال اسدالله شیر زاد خبریالانو ته وویل، چې وار دمخه اطلاع پر اساس یې ځانمرګی بریدګر د قومندانۍ له هستوګنځي سره وموند او ویې نیولی.

دغه ۱۷ کلن ځوان چې د کندوز ولایت اوسېدونکی دی او د ده په خبره په یوه مدرسه کې طالب دی ادعا کوي چې پلخمري ته د یوه پولیس افسر په مرسته دې ځای ته راننوتی وو.

دغه ځوان چې ځانمرګي واسکټ یې په تن وو د دوو افغان امنیتي سربازانو له خوا ونیول شو، وروسته په خپلو څرګندونو کې وویل که نیول شوی هم نه وای نو خپل ځان یې چولی.

د یادلو ده چې دغه ممکنه ځانمرګی په داسې حال کې نیول شوی چې نن د فاریاب ولایت مرکز میمنې په یوه عیدګاه کې د اختر تر لمانځه وروسته یوه ځانمرګي برید ګر د خپل ځان په چولو شاوخوا ۴۱ تنه ووژل او نژدې ۵۷ تنه یې ژوبل کړل.

XS
SM
MD
LG