د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاریاب: په عیدګاه کې ځانمرګي برید ۴۱ تنه ووژل


یو تن پر خپلو وژل شويو خپلوانو ویر کوي
یو تن پر خپلو وژل شويو خپلوانو ویر کوي



ځانمرګی بريد نن سهار نهه نيمي بجې د فارياب ولايت په مرکز ميمنه کې د اختر تر لمانځه وروسته وشو. چې پکې ۴۱ تنه وژل شوي او ۵۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي د اختر د لمانځه تر ادا کولو وروسته خلک د ميمنې له عيدګاه څخه د را وتلو په حال کې وو چې يو تن ځانمرګي د عيدګاه په دروازه کې ځان وچوو.

په وژلو شويو او ټپي شوي کسانو کې ماشومان هم شامل دي.

د فارياب مرستيال والي عبدالستار بارز وايي چې په پېښه کې تر اوسه پورې ۴۱ تنه عام وګړي، او امنیتي چارواکي وژل شوي دي. په دې سربېره په ځانمرګي بريد کې درويشت تنه نظاميان او څلور دېرش تنه عام وګړي هم ټپيان شوي دي.

دی وايي ځانمرګي په داسې وخت کې ځان چوولی دی چې زيات کسان د عيدګاه تر دروازې وتل. او د قربانيو حلالولو ته روان وو .

دی وايي د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی او کېدای شي د وژلو شويو کسانو شمېره نوره هم زياته شي.

چارواکي ځانمرګی بريد د دولت د مخالفو وسله والو طالبانو کار بولي خو يادې ډلې لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

پرون سهار هم د فاریاب په پښتون کوټ ولسوالۍ طالبانو برید کړی وو چې بیا د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې د فاریاب لپاره د طالبانو د نومول شوي والي یارمحمد په ګډون تر شلو(۲۰) ډیر نور ووژل شول. وروسته طالبانو د خپل نومول شوي والي وژنه تایید کړه.

XS
SM
MD
LG