د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاریاب: د اختر لمانځه کې ځانمرګي برید ۴۱تنه ووژل




د فاریاب د مرکز میمنې په عیدګاه جومات کې نن سهار د نهو بجو شا او خوا یو ځانوژونکي برید په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. په ټپیانو کې د فاریاب امنیه قوماندان هم دی خو اکثر وژل شوي او ټپیان ولسي افغانان دي.

په شمال کې د پامیر (۳۰۳) قول اردو ویاند لعل محمد احمدزي نن سهار مشال راډیو ته وویل چې په حمله کې ۴۱ تنه وژل شوي او ۵۷ نور ټپیان دي.

احمدزي زیاته کړه، چې د مرګ ژوبلو شمیره ښايي لوړه شي.

په میمنه کې د مشال راډیو خبریال چې د چاودنې پرمهال په سیمه کې وو ، وايي چې په لسګونه کسان مړه او ژوبل لیدلي.

چارواکو دا د حکومت د وسلوالو مخالفینو کار بللی دی .

پرون سهار هم د فاریاب په پښتون کوټ ولسوالۍ طالبانو برید کړی وو چې بیا د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې د فاریاب لپاره د طالبانو د نومول شوي والي یارمحمد په ګډون تر شلو(۲۰) ډیر نور ووژل شول. وروسته طالبانو د خپل نومول شوي والي وژنه تایید کړه.

XS
SM
MD
LG