د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالو رسنیو کې ملالې او افغانستان ته کتنه




په نیوز ویک مجله کې لیکواله شېربانو تاثیر د ملالې یوسفزۍ په اړه لیکي، پر هغې وسله وال برید دا څرګنده کړه چې دا ټوله جګړه د تعلیم په سر ده. د لیکوالې په خبره په پاکستان کې یوی ځپونکې طبقې په هیواد کې دننه د مدرسې له نظام سره وده موندلې ده. او زیاتوي دغه مدرسې د واک غوښتونکو ملایانو لخوا جوړې شوې دي.

لیکواله شېربانو وړاندې لیکي، خو بیا تره ګري په خپله د خپل تاوان سبب هم جوړیږي. لیکواله وړاندیز ورکولو سره لیکي چې سکولونه د خپل ښه نصاب سره د انتقادي سوچ عادت اچولی شي. او دا هاغه څه دي چې طالبان ترې ډېر وېریږي. د لیکوالې په خبره په انتقادي سوچ کې د تره ګرۍ د له مینځه وړلو طاقت وي او دا هاغه آزادي ده چې جهاديتوب کې نه وي موجود.

د لیکوالې په خبره په پاکستان کې دننه او غرب کې په ملاله باندې د برید په ترڅ کې د راپاریدلې قهر له امله د ځان سمولو پر ځای طالبانو خبریالانو ته دهړکې ورکړي دي.

لیکواله وړاندې لیکي د پاکستان حکومت د ملالې د علاج خرچه په خپل سر اخیستې او ورته به تمغه شجاعت هم ورکوي. د دې سره سره یې د دوه نورو زخمي شویو جینکو کورنیو ته د نوکریانو ورکولو وعده کړي. خو ډېر خلک اندیښمن دي چې تقریبا د دوه سوه کسانو د ګرفتارۍ باوجود به په دې کیس کې هم د ذمه وارو کسانو پر ضد کاروایي و نه شي او تحقیقات به ناکامه پاته شي.

بلخوا واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي امریکایانو په ډېره موده کې په جنګ کې ناکامي نه ده لیدلې. نو ځکه اوس رانه هیر دي چې بایلل څنګه وي او څه قیمت یې وي.

ورځپاڼه تاریخ ته په کتلو سره د ویت نام د جګړې په حواله لیکي چې ډېر تاوان یی رسولی وو او په خرابو حالاتو کې راته دغه ملک پریښودل وو. چې خپل شا ته مو په سیمه کې د ترهې میراث پریښودلو.

ورځپاڼه ليکي دې ته په کتلو سره به امریکا و کولای شي چې په سیمه کې خپل د قامي امنیت هدفونه سر ته ورسوي ، القاعدې ته ماتې ورکړي ، یاده ډله او ملګري یې دې ته پری نږدي چې په افغانستان او د پاکستان په قبایلي سیمو کې خپل مستقل مرکزونه جوړ کړي. ورځپاڼه ليکي په چټک او مکمل ډول د ځواکونو د ویستلو غوښتنې جغرافیایي او سیاسي حقیقتونه او دهړکو ته نه ګوري چې لپاره به یې په سیمه کې تر راتلونکیو کلونو پورې د امریکایي پوځ مرستې ته ضرورت وي.

ورځپاڼه زیاتوي په افغانستان او پاکستان کې استحکام د امریکا لپاره مانا لري. پاکستان د امریکایي دلچسپیانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هیواد دی. چې پکې په امنیتي ځواکونو کې دننه مذهبي توند روه توب موجود دي. له دې سره سره د هیواد د ایټمي ذخیرو په اړه هم اندیښنې موجودې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG