په امريکايی مجله نيشنل جيو ګرافیک کې ليکوال سليم علي په خپله یوه مقاله کې ليکي، که څه هم په پاکستان کې روانې مبهمه چارې د پخوا په شان څرګندې نه دي په ملاله يوسفزۍ د بريد غمیزي يو واري بيا پاکستان د رسنيو په پاڼو رابرسېره کړی دی.
ليکوال ليکي چې د ملالې يوسفزۍ پړونۍ پر سر تصوير نړۍ ته د يوې بلې پښتني نجلۍ چی هم ددغه جنګ ځپلې سيمی سره يې تعلق دی څهره ورپه ياده کړه. او هغه وه شربت ګله.
دغه سور پړوني په سر نجلۍ چې د ملالې له ټاټوبي هغه وخت سل میله لري په پېښور کې د افغان کډوالو په يو کیمپ کې اوسيدله او هم د پښتانه قام لپاره د اميد يوه ډیوه ګرځېدلې وه.
ددغو دواړو جينکو ژوند او هڅې دواړه حقيقت دي او بايد د دغو حقيقوتونو اهميت کم نه کړل شي. بلکې موږ ته پکار ده چې د دغو حقيقتونو په رڼا کې د دا ډول نجونو د ښه راتلونکې لپاره هڅې توندې کړو.