د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ملالې د برید سیاسي اثرات





عبدالحی کاکړ مشال راډيو

د سوات ټپي ملاله دا وخت د علاج لپاره د برتانيیا د برمنګم هسپتال کې پرته ده، خو له دې په زرګونو کلوميټره ليري په پاکستان کې پر دې شوی بريد ددې هيواد د بحث توده موضوع ده .خو په دې هرڅه کې ډيره فعاله سياسي ګوندونه دي. ځيني د ملالې په حق او ځيني يې بيا که څه هم پر دې شوې حمله غندي خو پر بريد کونکو طالبانو له نيوکو ډډه کوي.

پوښتنه داده چې د ملالې يوسفزی پيښي د پاکستان پر سياست څه اثر اچولی. په لاهور کې د سياسي چارو کارپوه پروفيسر حسن عسکري وايې، د ملالې پيښې په دې هيواد کې نظرياتي او سياسي تقسيم په ډاګه کړی دی.

( زما په خيال پر سياست يې اثرات شته، هغه داسې چې په پاکستان کې چې کوم نظرياتي او سياسي تقسيم دی هغه ډير واضحه شو. ځکه کوم خلک چې د طالبانو خلاف وو هغه اوس ډير په ډاګه سره پر دوی تنقيد کوي، بل هغه څوک چې له هيچا سره ملګري نه وو هغه هم په تنقيد کوونکو کې شامل شول، نو د تنقيد کوونکو شمير اوس زيات شوی دی.خو بلخوا بيا د طالبانو حمايتان دي لکه مذهبي جماعتونه او عمران خان، هغه هم په ډاګه خبري کوي. مذهبي جماعتونه هم ډيره ښکاره خبره کوي ځکه چې دوی فکر کوي، پر طالبانو روان تنقيد په مذهبي حلقو هم تنقيد دی. که تاسو وګوری په لومړيو دوه درې ورځو کې د پيښي په مکمله توګه غندنه کيږي خو وروسته بيا د مذهبي ګوندونو لخوا مختلف نظرونه مخي ته راځي چې، څه وشو، څنګه وشو او وجي يې څه وي.نو په داسي ډول دوی په ځوابي دفاعي تنقيدونو سره د شوو نيوکو اثر کموي. )

د پښتنو خاروه د طالبانو د فعاليتونو مرکز دی چرته چې پښتون ملت پاله او مذهبي ګوندونه زيات نفوذ لري. دوی د طالبانو په اړه له يو بل څخه متضاد نظر او پاليسې لري. خو د ملالې پيښي مذهبي ګوندونه له يو امتحان سره مخامخ کړي دي. د سياسي چارو کارپوه ايمل خټک وايې، که سياسي ګوندونه يوې خواته هم کړل شي خو يوه خبره ډيره په ډاګه شوه چې په ډيرو پښتنوکې په لومړی ځل په ترهګری کې په لاس درلودونکو د ښکاره تنقيد همت راغلی.

که د سياسي ګوندونو خبره کوو نو انتخابات د دوی د سياسي هلو ځلو اساس ګرزي. په پاکستان کې د آئين مطابق پکار دی د راتلونکي کال په فروري کې انتخابات وشي. زياتره ګوندونو لا اوس هلي ځلي شروع کړي دي. نو آيا د ملالي د پيښي په نتيجه کې رامينځ ته شوی واضحه نظرياتي تقسيم به په راتلونکو ټاکنو څه اثر واچوي. پروفيسر حسن عسکر وايې د ملالي پيښه به پر ټاکنو اثر وکړي او زياته مقابله به د ښي لاسي ګوندونو په مينځ کې وي.

( پې ايم ايل اين پر حمله تنقيد کوي خو پر طالبانو به نيوکه و نکړي ، عمران خان د طالبانو په ملاتړ کې په ډاګه خبره کوي او له دې سره اسلامي جماعتونه هم سته، نو مسئله داده چې کوم ښي لاسي پارټياني دي په هغو کې دومري مقابله ده چې يو هم دا نشې زغملی چې له خبرو يې دا سي ښکاره شي چې ګواکه پر طالبانو تنقيد کوي ځکه د دوی سوچ دا دی چې له دې سره به د دوی مذهبي ووټ کم شي.نو د ملالې په حواله د مذهبي ګوندونو ردعمل په اصل کې د انتخابې ضرورتونو لپاره دی. مذهبي پارټياني فکر کوي که چرته دا پروپيګنډه و نه دريدله نو هسې داسي نه شي چې په انتخاباتو کې دوی ته نور هم نقصان ورسيږي، نو ځکه دوی د ملالې په حق کې چې کومې خبري کيږي پر هغو په جارحانه انداز کې تنقيد کوي.)


خو د دفاعي چارو کارپوه ډاکټر عائشه صديقه بيا له سره په انتخاباتو کې پر ملالي د شوي بريد پيښي ته زيات اهميت نه ورکوي. دا وايې، د ملالي پيښه او پوځي آپريشن به ښايې د سياسی ګوندونو او رای ورکونکو لپاره په زړه پوري خبره نه وي.

( زما په خيال په انتخاباتو به يې څه اثر نه وي ځکه نن سبا داسې احاسيږي، او دا اداراک دی چې دا ځل به په ټاکنو کې ټوله توجو پر پنجاب وي.نو په دې لړ کې د خلکو لپاره به د ملالې يا پوځي آپريشن کيسه ډيره په زړه پوري نه ده.يوه پارټي هم د دې پيښي رابرسيره کولو ته تياره نه ده. په نورو سيمو کې هم هيڅ يو ګو ند له دې څخه د سياسی ايجنډي په جوړولو کې دلچسپی نه لري.)

خو ځيني کارپوهان داسي فکر کوي چې پر ملاله بريد په سياسي حواله په پاکستان کې د انتهاپسندی او امن دوستی ترمينځ يوه کرښه راښکله او اوس به دا کتل کيږي چې څوک له امن دوستانو او څوک له انتهاپسندو سره ولاړ دي

XS
SM
MD
LG