د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې سکولونه تر بریدونو لاندې دي




ګل اياز، مشال راډيو

پراګ ــ د بشري حقونو د څار نړيواله اداره وايي په پاکستان کې نن سبا سکولونه تر ټولو خطرناک ځای جوړ شوي دي. دغه سازمان د ملګرو ملتونو د شميرو په حواله وايي چي تير ۲۰۱۱ کال کې ۱۵۲ سکولونه په جزوي توګه او يا په مکمله توګه تباه کړل شوي دي. د بشري حقونو د څار اداري ترمخه روان ۲۰۱۲ کال کې تر اوسه پوري په۹۶ سکولونو د حملو رپورټونه يې ترلاسه کړي.

په اسلام اباد کې د بشري حقونو کاروکونکي ثمر من الله وايي چي په خيبر پښتنونخوا او د قبايلي سيمو خلک غواړي چي د دوي ماشومان سکولونو ته زدکړو لپاره وليږي.

دوي زياتوي ((دا څوک دې چي د ماشومانو زدکړو ته زيان رسوي، هغه زموږ په مينځ کې کسان دي، تر څو چي موږ دا مسله خپله ونه ګڼو، او د دې پرضد ودريږو او اواز پورته نه کو، نو تر هغې پوري سکولونه دغه شان تباه کيږي او څوک به همت نه کوي د حق لپاره اواز اوچت کړي.))

د بشري حقونو کارکونکي ثمر من الله په وينا د دې مسلو هوارولو لپاره په ټولنه کې دننه کار کول پکار دي، د باهر نه به څوک نه راځي چي دغه مسلې هواري کړي. همداراز د بشري حقونو د څار ادراي د پاکستان څانګي مشر علی دايان حسن وايي پکار ده د پاکستان حکومت د زدکونکو، استاذانو، سکولونو او په بشري حقونو کارکونکو د وسلوالو طالبانو لخوا د بريدونو د مخنيوي په لړ کې اقدامات وکړي. خو په لاهور کې د پاکستان پخواني د قانون وزير او د بشري حقونو کاروکونکي اقبال حيدر وايي په پاکستان کې موجوده اړي ګړي د پخواني پوځي حکمرانانو د پاليسو نتيجه ده.

دي زياتوي ((کله چي پرويز مشرف راغلي وو بلکي له ضيا د وختو نه طالبان ډير زيات هڅول کيدل. پدي کې ټول هغه جهادي ډلي چي په کشمير او په نورو ځاينو کې عمليات کوی شاملي دي، دا ټول يو دي د دوي مسلک يو دي، او موخه يې ترهګري ده. دغه عناصر په پاکستان قبضه کول غواړي، او د پاکستان سياسي او پوځي حکومتونه له ضيا د وخته دوي سره مرستي کوی. سياسي او مذهبي مشران د طالبانو پرضد خبره نه کوی، او د دي خبرو له کبله دوي ته حوصله ملاويږي. طالبانو په سوونو سکولونه په خيبر پښتونخوا کې تباه کړي او کله هم مذهبي ګوندونو د دي مخالفت نه دي کړي. ))

د بشري حقونو کارکونکي اقبال حيدر زياتوي چي د پاکستان په اليکټرانک ميډيا د مذهبي ګوندونو مشران هر ورځ ناست وی او چري هم د طالبانو پرضد خبره نه کوي. د بشري حقونو د څار نړيواله اداره وايي چي د سوات پينځلس کلنه ماشومه ملاله يوسفزۍ وسلوالو طالبانو په دې وويشته چي د جينکو د تعليم وکالت يې کولو.

د بشري حقونو کارکونکي ثمر من الله وايي چي پښتنو ټولنه کې چري هم په ماشومانو او په ښځو بريدونه نه کيږي.

((په پښتنه ټولنه کې لور او خور ته ډير زيات عزت ورکړل شوي دي. خو دا اوس چې کوم بدلون راغلي، نو پدي کې دا ګورو چي نه خو د دي اسلام سره څه تعلق شته، نه هم پښتولي سره تعلق شته، اخر دا بدلون ولي راځي. دا څوک غواړي چي پښتانه خپلې ښي خبري هم پريږي او يا د اسلام چي کومي ښي خبري دي، هغه هم پريږي.))

د بشري حقونو کاروکونکي او نړيوالي اداري په دي اند دي چي په پاکستان کې سکولونه تباه کول، پر ماشومانو، ذدکونکو او پر استاذانو بريدونه په دغه هيواد کې تعليمي نظام لپاره لويي ګواښ دي، او دا نه يواځي د ماشومانو زدکړي متاثره کوی بلکي د پاکستان مستقبل نه محرومه کول غواړي.

XS
SM
MD
LG