د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې شل شل اوورونه کرکټ لوبې



رابعه اکرم مشال راډيو

انټرنیشنل ورلډ الیون کرکټ لوبډله پاکستان کې بین الاقوامي کرکټ بحالې ورستو دوه ټي ټوینټي میچونه کولو له رارسیدلې ده چې پاکستان سټار الیون سره به لوبیږي.

د سند صوبي د لوبو وزیر ډاکټر محمد علی شاه مشال ریډیو ته وویل چې د انټرنیشنل ورلډ الیون لوبډلي پاکستان ته راتګ یو مثبت ګام دې او دي نه پاکستان کې بین الاقوامي کرکټ لوبډلې ته وده ملاو شي.
،، موږ دي لپاره کوښښ کولو ځکه چې څلور کالو راهیسي بین الاقوامي کرکټ لوبډلې نه راتلې، نو ما لوبغاړو سره رابطه وکړه چې دلته راشي چې لوبه اوکړې، او پاکستان کرکټ بورډ مشاورت سره دا فیصله وشوه چې میچونه به شلم ۲۰ او ۲۱ اکتوبر له کراچې کې کیږي،،

نوموړي د لوبغاړو د سیکیورټي انتظامات پحقله زیاته کړه چې د سند صوبي ګورنر او وزیر اعلی د سیکیورټي په اړه ملاقاتونه کړیدي او تقریبا څلور زرونه واخلي تر پنځه زره پوري خلک به د دي میچونه نګراني کوي.

بلخوا د پاکستان کرکټ بورډ لخوا جاري شوي خبر پاڼې تر مخه چې پاکستان کرکټ بورډ ایګزیټو رابطه کمیټې د دي میچونه حمایت کوي او دي میچونه لپاره يې خپل لوبغاړي او د کراچې قامي سټیډیم د استعمالولو اجازت ورکړې دې، خو سیکیورټي ،مارکیټنګ او د میچونو د نشریاتو ذمه دارې به په منتظمینو وي.

کله چې مشال راډیو پدي اړه پخوانې قامي لوبغاړي ارشد خان سره رابطه وکړه نو هغه وویل چې د سند صوبې د لوبو وزیر ډیر خه ګام وچت کړیدې او کیدې شي چې دي له وجې پاکستان کې بین الاقوامي کرکټ بحال شي.

،، که د دي خه طریقي سره انتظامات وکړې شي نو بین الاقوامی کرکټ لارې به خلاصې شي او دي نه پس د هند دوره هم ده چې هغه هم خه وشي نو راروان کال کې به انشالله زموږ بین الاقوامی کرکټ به بحاله شي ،،
یاده دي وي چې په ۲۰۰۹ کې په لاهور کې د سري لنکا په کرکټ لوبډلې د تره ګرو د برید پس پاکستان کې يو ځلي بیا بین الاقوامي کرکټ بحاله شو.

XS
SM
MD
LG