د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلخ: د واده پر یو ګاړي چاودنې ۱۵ تنه وژلي ۱۸ ژوبل





د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماين چاودنې ١٥تنه ووژل او ١٨ نور ټپيان کړل.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د ورا(جنج) یو موټر نن سهار د سړک غاړې پر یو ماین وروخوت چې په کې دومره ګڼه مرګ ژوبله واوښتله.

افغان حکومت تل د سړک غاړې چاودنو تورونه پر وسله والو طالبانو پورې کوي خو د اوسنۍ پېښې په اړه د دولت مخالف لوريو تبصره نه ده کړې.

په بل خبر کې ويل شوي، چې د بلخ چارواکي وايي په خلم ولسوالۍ کې د دوو موټرو په ټکر کې نهه ملکيان وژل شوي دي.

په افغانستان کې د سړک غاړې چاودنې او پر سړکونو د موټرانو ټکرونه په بیا بیا ولسي افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي.

XS
SM
MD
LG