د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله- د امید علامت



ګل مینه بلال احمد

ګل مینه په ډیلي ټایمز کې لیکي ـــــ قاضي حسین احمد او د حکومت د بندیز د لاندې راغلي مذهبي ډلې حزب التحریر او د ښي لاس سیاسي ټولګي او ګوندونه په خپلو بیانونو کې دعوا کوي چې پر ملاله یوسفزۍ برید په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو لپاره لار هوارول دي او یا دا چې په ملاله په برید کې بهر ملکیان ککړ دي.

ځیني خلک د ملاله داسې تصویرونه خپروي چې پکې هغه د امریکايي چارواکو سره لیدل کیږي . ددې تصویرونو د خپرولو مقصد د ملاله پرضد منفي پروپیګنډه ده.

ګل مینه وړاندې لیکي --- ملاله د ځوانانو او په خاص توګه د هغه جینکو لپاره د امید علامت جوړ شوی دی ، چې د زدهکړو په وسیله د خپلو خوبونو د رښتیا کولو اجازت ورته نشته. ملاله یوه عامه جینۍ ده خو هغې چې د تعلیم د حق لپاره څه کول هغه غیر معمولي وو. د هغې خوش بختي داده چې د خپلې کورنۍ مرسته ورته ترلاسه ده.

طالبان له هغې مرستې نه په ویره کې دي چې د ولس له خوا د هغې سره ده، هر یو تن هغه خوښوله کله چې هغې په خپله اسانه ژبه کې څرګندونې کولې او هغه د طالبانو د زور زیاتي پرضد کلکه ولاړه وه.

ګل مینه لیکي ــــــ ملالې غوښتل چې هره جینۍ زدهکړې وکړي او دا یو نیک مقصد دی . هغه ټول ښي لاسي چې په ملاله تورونه لګوي په اصل کې له هغه مجموعي دریځه په ویره کې دي کوم چې ټول ولس د هغه ذهنیت پرضد خپل کړی دی چې د ملالې ژوند نه غواړي .

XS
SM
MD
LG