د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د طالبانو ټوپک دومره ګولۍ لري چې ټول غلي کړي؟"





ډان ورځپاڼه لیکي ، د ټوپک په زور د ګوتو په شمېر وسلوال طالبان په لکونه نجونې د تعلیم او پوهې له بنیادی حقه نه شي محرومولی، ځکه چې ملالې یوسفزۍ دا وښودل، چې له طالبانو سره جګړې ته د وسلې ضرورت نه بلکې د همت او ریښتونې جذبې ضرورت دی.

په ډان ورځپاڼه کې ایف ایس اعجازالدین لیکي، له وسلوالو طالبانو سره یوازنۍ وسله ټوپک پاته دی، چې د څوارلس کلنې ملالې یوسفزۍ خلاف یي استعمال کړي، او ملالۍ په خپل فکر او حوصله د وسلوالو مقابله کوي.

لیکوال وایي، هغه دوه بزدله کسان چې په یوې ماشومې یي حمله وکړه، خپل پیغام او مشن ته یي ټول عمري او نه هیریدونکی نقصان ورسوو. ورځپاڼه لیکې تر څو چې د انسان ذهن کار کوي، تر هغې پورې به دا خبره یاده ساتي چې ملالې د جینکو د تعلیم او د ښځو د روزګار لپاره قرباني ورکړې ده.

په پاکستان کې نهه نیم ملیونه ماشومان چې پکې نیمایي نجونه دي، بنیادی پرایمري تعلیم حاصلوي، او د دغو ماشومانو په دریو کې یوه مور یې تعلیمیافته ده. نو ایا د طالبانو په ټوپکو کې دومره ګولۍ شته چې دغه ټولې خاموشه کړي.

په پاکستان کې نن سبا د هر بحث موضوع ملاله جوړه شوې ده، او خلک دا خبرې کوي چې په ملالۍ څه وشو. پرون د رمشا او د مذهب د سپکاوي خبرې وې ، او نن د ملالې او نجونو د تعلیم خبرې دي، او سبا ته کیدای شي، د یوې بلې ماشومې په اړه دوی داسې خبرونه واوري.

لیکوال وایي باید طالبانو ته خلک د قران پاک د سورة النحل هغه ایتونه وریاد کړي، چې پکې هغه پلرونو ته د جزاګانو ویل شوي دي، چې خپلې لوڼه کمتره ګڼي، او یا یې ژوندۍ ښخوي. کله چې دا ایتونه نازل شول، نو په دې بحث کیدو چې ایا عرب خپلو لوڼو ته د ژوند تخفه ورکړي او که نه. او نن سبا د دوی په ملک کې دا بحث روان دی، چې ایا نجونو ته د تعلیم او پوهې حاصلولو اجازت ورکړل شي او که نه.

لیکوال وایي، ټولنه باید ښځو ته کمتره حیثیت ورکولو له خبرو راوځي او د عامو انسانانو غوندې سلوک ورسره وکړل شي. په افغانستان کې هم د ښځو او نجونو سره ناوړه سلوک وساتل شو، او جنګونو په دغه هیواد کې ښځې تر ټولو زیاتې متاثره کړې. لیکوال وایي امریکا په بلیونونه ډالر افغان حکومت ته ورکړي ، چې افغانان خپل ولس له ټوپکمارو خوندي وساتي.

لیکوال اعجازالدین وایي، په داسې حالاتو کې باید د برتانییا د پخواني وزریراعظم ټوني بلیېر غوندې پالیسې خپله کړل شي، چې یو وارې يې ویلی ول، د جرمونو خلاف به سخته پالیسي اختیاروي.

په پاکستان کې د ملالې قرباني دا خبره هم څرګنده کړه، چې له وسلوالو سره د مقابلې لپاره ټوپک او ګولۍ ضروري نه ده. لیکوال وایي د سوات ملاله یوسفزۍ نه یوازې په پاکستان بلکې په ټول جهان کې د امن او حوصلې یوه علامت ګرځېدلی دی. او د هغې دغې پیژندګلو ته هیڅوک زیان نه شي رسولی.

XS
SM
MD
LG