د لاسرسي ځای

تازه خبر

"اوباما او رامني له یو بل سره په جنجال کښېوتل"


ولسمشر باراک اوباما او میټ رومني یو بل ته لاس څنډي
ولسمشر باراک اوباما او میټ رومني یو بل ته لاس څنډي



د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما او د ریپلیکن ګوند کاندید میت رامنې تېره شپه په تلویژني مناظره کې د اقتصادي ودې او په منځني ختیځ کې د امریکا د پالیسو په اړه په غال یا لفظې شخړه کښېوتل.

د تېرې شپې مناظره د نومبر د شپږمې له انتخاباتو مخکې د دوو کاندیدانو تر منځ دوهمه مناظره وه.


ولسمشر اوباما تېره میاشت د لیبیا په بنغازې ښار کې د امریکا په قونسلګرۍ باندي د حملې مسولیت چې په لیبیا کې د امریکا د سفېر په ګډون څلور امریکایان پکي وژل شوي، ومانه، خو رامني یې تورن کړ چې له دې مسلې څخه د خپل ځان لپاره ناوړه ګټه اخلي.

رامني د اوباما په اقتصادي پالیسیو نوي انتقادونه وکړل ، خو ولسمشر اوباما په هغه تور ولګاوه چې د شتمنو خلکو او د تیلو د کمپنیو په ګټه کار کوي.

د ولسمشری لپاره ددغو دوو کاندیدانو په لومړۍ ټيليویژنۍ مناظره کې چې د اکتوبر په دریمه نیټه شوې وه، رامني د اوباما په نسبت ښه ځلیدلی و.

د سه شنبې د شپې په مناظره کې اوباما په رامني لفظې حمله وکړه او ویي ویل: رامني د شتمنو خلکو او د تیلو کمپنیو ته د کار کولو له لارې زیاتې پیسې پیدا کړې او له همدی امله یو بریالی پانګوال دی:

“ګورنر رامني وایي، پنځه مادیېز پلان لري. دی، پنځه مادیز پلان نلري. دی یو مادیز پلان هم نلري. دده پلان دادی چې شتمنو کسانو ته ډاډ ورکړې چې بل ډول قوانین به په هغوی عملي کیږي. دا دده د خصوصي سېکټر فلسفه ده، د والي په توګه دا د ده فلسفه ده او ولسمشرۍ ته د کاندید په توګه دا دده فلسفه ده.”

د مسیچوسیټ ایالت پخواني والي رامني د اوباما په اقتصادي پالیسیو انتقادونه لري او ویي ویل: له کومې ورځې چې اوباما واک ته رسیدلې لږ شمېر خلکو ته کارونه پیدا شویدي.

رامني د سپتمبر په ۱۱ مه د لیبیا په بنغازي ښار کي د امریکا په قونسلګرۍ باندي وژونکې حمله د اوباما کمزورې اداره وبلله، په خاص ډول په منځني ختیځ کي:

“دا بیخي څرګنده وه چې دا مظاهره نه وه. دا د ترهګرو یوه حمله وه. دا په منځني ختیځ کې د ولسمشر ټوله پالیسۍ تر پوښتنې لاندې راولي. وګورۍ، دا مهال په سوریه، مصر او لیبیا کي څه روان دي. زموږ او د اسراییلو تر منځ فاصلې ته په کتنه، ولسمشر ویلی: د اسراییلو او زموږ تر منځ به فاصله ایجاد کړي. موږ ایران لرو چې څلور کاله وروسته به اټم بم جوړ کړي. ”

ټاکل شوي چې د دواړو کاندیدانو تر منځ به دریمه او وروستۍ ټیلویژني مناظره د دوشنبې په ورځ وي او بهرنۍ پالیسي به یې د بحث موضوع وي.

XS
SM
MD
LG