د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ملالې د امن پرستو او جنګ پرستو ترمنځ کرښه راښکله"




اسرار عالم مومند مشال راډيو

پراګ: د روانې میاشتې په نهم اکتوبر د سوات په مېنګوره کې د جينکو د تعليم لپاره پر مبارزه کونکې څوارلس کلنې ملالې يوسفزۍ باندې د وسله والو طالبانو د بريد خلاف نه يوازې په پښتون مېشتو سيمو کې بلکې د پاکستان په ګوټ ګوټ کې مظاهرې وشوې او اوس هم په مېډيا او ټولنيزو ويب پاڼو کې خلک د سخت دريځۍ خلاف د خپلې غصې اظهار کوي.

په اسلام اباد کې کارپو خادم حسېن د ولس دغه رويه يو مثبت بدلون ګڼي او وايي، چې له دې سره به ډيرې مسلې حل شي:

( زما په خيال د ملالې د پيښې له وجې په ټوله پاکستاني ټولنه او رياستي تړون کې يوه کرښه او لکیره راښکل شوه او هغه کرښه دا ده چې يوې غاړې ته یې د تهذيب مفکوره ولاړه ده او بلې غاړې ته یې د تنګنظرۍ، سختدريځۍ او اورپکیتوب مفکوره ولاړه ده. زما خیال دا دی چې ملالې په ټولنه کې د یو څرګند او واضح عمل د پرمخ بیولو لپاره لاره هواره کړه. ملالې د خپلې وينې توېدو سره چې کوم عمل وکړو، که ستاسو ورته پام وي نو پنجاب چرته چې زياتره تعليميافته خلک دي او د هغوی به په دې خبرو زیات وخت ماغزه نه حلاصېدل او د هغې له وجې به د مفکورې د تبدیلۍ څه امکان نه پیدا کېدو، خو اوس داسې ښکاري چې که موږ ټولنېزه ويبپاڼې یا سوشل مېډیا ګورو نو د پنجاب د خلکو په مفکوره کې د تبدیلۍ لپاره لارې ګودرې ازادې شوې دي او هغوی دغه کرښه چې ملالې په خپلو وینو راښکله، وپېژندله، چې اوس د تهذیب غاړې ته درېږې که د وحشت او بربریت غاړې ته.)

خو په پيښور کې د سیمه ییز مطالعاتي مرکز (ايريا سټډي سنټر)مشر پروفیسر فخرال اسلام وايي، چې په يو تن د حملې خلاف راپورته شوی پاڅون د سخت دريځۍ او تره ګرۍ مسله نه شي حل کولای بلکې د دې لپاره ضروري ده چې پاکستان او نور ګاونډي هېوادونه له يوبل سره کينې او يو متفقه حل راوباسي.

ډاکټر خادم حسېن د دې پوښتنې په ځواب کې چې په ملاله يوسفزۍ د بريد وروستو راپورته شوی بدلون به برقرار پاته شي که څنګه؟ په ځواب کې وویل که چرې د بشردوستۍ لپاره روانې هلې ځلې د نفرت او تعصب په هلو ځلو برلاسي شي نو دغه بدلون به مخ په وړاندې ولاړشي :

( دا منحصره په دې خبره ده چې کوم سياسي ګوندونه دي ، سماجي ګوندونه دي او دانشوران دي د خپلو ليکونو، وينا ګانو او عمل په وسيله د تهذيب، جمهوري اقدارو، بشر دوستۍ او امن مفکوره مخ په وړاندې بوځي، دا انحصار په دې کوي چې د دې وطن سياستمداران، کارپوهان او دانشوران څنګه داسې يو بنياد جوړ کړي چې تره ګر يې بيا نه شي نړولای. )

خادم حسېن وايې چې د ملالې پيښې پاکستانۍ ټولنه په دوه برخو ووېشله. یوې غاړې ته روشنفکره او بلې خوا ته تنګنظره دي. نو اوس دا کتل غواړي چې د امن، جمهوري اقدارو او بشر دوستۍ ملاتړي زياتيږي او که د تره ګرۍ ، سخت دريځۍ او تنګ نظرۍ هغه.

XS
SM
MD
LG