د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزي پاکستاني سیاسي مشرانو ته لیکونه استولي


A
A

افغان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان سیاسي او مذهبي مشرانو ته د ترهګرۍ او سخت دريځۍ خلاف د ګډې مبارزې کولو بلنه ورکړې ده .

ولسمشر کرزي، د پاکستان سیاسي او مذهبي مشرانو ته جلاجلا لیکونه استولي او د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې یې ترې عملي مرسته غوښتې ده .

د حامد کرزي ویاند مرستیال احمد ضیا سیامک هروي دمشال راډیو افغان څانګې ته وویل چې دا لیکونه دجمعې په ورځ پاکستاني لوري ته استول شوي دي.

د نوموړي په وینا په دغو لیکونو کې ولسمشر کرزي هیله ښکاره کړې ده چې دپاکستان سیاسي او مذهبي مشران دې د ترهګرۍ خلاف په جنګ کې له سره فکر وکړي.

حامد کرزي ویلي د پاکستان حالاتو ته په کتنې سره ویلی شي چې هلته هم حالات د خرابیدو لوري ته روان دي او څه چاره یې پکار ده.

ولسمشر کرزي په خپل لیک کې پر ملاله یوسفزۍ حمله هم غندلې او پر پاکستاني مشرانو یې غږ کړی چې د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې دې د افغان لوري سره ګډ کار وکړي.

د ولسمشرکرزي د دې لیکونو په ځواب کې تر اوسه د پاکستاني لوري غبرګون ندی څرګند شوی.

XS
SM
MD
LG