د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پښتونخوا کې وکیلان د ملالې له پاره احتجاج کوي

اسلام اباد - نن په خيبر پښتنونخوا کې وکيلان پر ملاله يوسفزۍ د بريد غندنې له پاره احتجاجي مظاهري کوي.


بلخوا د پاکستان د پوځ ویاند وايي، د ملالې روغتیايي حالت دا شېبه له خطره بهر دی خو راتلونکې څو ورځې مهمې دي.

د پاکستان وزيراعظم راجا پرویز اشرف هم د خپل اتحادي ګوندونو له مشرانو سره په پېنډۍ کې د ملالې تپوس وکړ.

پر دې موقع وزيراعظم وويل، ټول قام به د ملالې يوسفزۍ د پاکستان حفاظت کوي او حکومت په دې ژمنه ولاړ دی چي سخت دريځي به له بېخه وباسي.

((موږ دلته د ملاله يوسفزۍ زړورتیا او همت ته د عقيدت پېرزوینې وړاندې کولو له پاره راغلي يو. پر ملاله بريد يو بزدلانه فعل وو، ټول قام متحد دي، او د دغو کسانو د بربريت په سختو ټکو کې غندنه کوي.))

د جمعې پر ورځ پوليسو ويلي په دي ترځ کې يې ځيني مشکوک کسان نيولي دي.

د جمعې پر ورځ د پاکستان په ښوونځیو کې د ملاله یوسفزۍ د روغتیا لپاره دوعاګانې وشوي.

۱۴ کلنه ملاله د روانې اوونۍ په سر کې په سوات کې وسله والو طالبانو هغه مهال په ډزو سخته زخمي کړه چې هغه له ښوونځي کور ته روانه وه.
This item is part of
XS
SM
MD
LG