د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډیجیټل دور تخنیک په افغانستان کې دودول




د مشال راډیو خبرونو مرکزي څانګې رپورټ

ژباړه: پامیر ساحل

د ټي اي ډي (TED) په نوم د ټیکنالوژۍ یوې ادارې هڅه کړې ده چې د ډیجیټل دور تخنیک په افغانستان کې دود کړي او په دې ترځ کې یې پرون یوه غونډه هم کړې ده خو د تخنیکي ستونزو او امنیتي اندېښنو له کبله دا یو ورځنۍ غونډه خرابه شوه.

ټي اي ډي د درې الفاظو مخفف دی، یانې ټیکنالوژي، انټرټېنمنټ یا تفرېح او ډیزاین. دا یوه نا دولتي اداره ده چې غونډې جوړوي او بیا یې د انټرنیټ له لارې په ژوندۍ بڼه خپروي.

د اکتوبر په یوولسمه نېټه ټي اي ډي په افغان پلازمېنې کابل کې د یوې پرمختللې ټیکنالوژیکي غونډې جوړولو تابیا وکړه.

د دې یو ورځنۍ غونډې موخه دا وه چې د افغان کاروباریانو او نوښتګرانو د بریا کیسې له نړۍ سره شریکې کړل شي. خو د تخنیکي ستونزو او امنیتي وېرې له کبله دا غونډه خرابه شوه.

د انټرنیټ د کمزورتیا له کبله غونډه په ژوندۍ بڼه خپره نه شوه. او د امنیتي اندېښنو له کبله داسې وشول چې د غونډې تر پیلېدو دا نه وه مالومه چې په کې به څوک برخه اخلي او څوک به په کې خبرې کوي.

وروسته چې غونډه پیل شوه نو ۱۵ کسانو په کې ویناګانې وکړې، خپل نوي مصنوعات یې معرفي کړل او نندارتونونه یې پرانیستل. په دوی کې زیاتره افغانان ول. په وینا والو کې په نړیواله توګه پېژندل شوي د بشري حقونو فعالین، هنرمندان، موسیقاران، کاروباریان، استادان او خبریالان شامل ول.

اونا مور چې د غونډې له جوړوونکو یوه ده، وايي، غونډه به بریالۍ شوې وای خو تخنیکي مسلو خرابه کړه:

((هغه افغانان چې خپل تخلیقات او مهارتونه ښيي او داسې شیان جوړوي چې ریښتیا هم د دوی د هیواد له پاره ګټور دي، نه ستایل کېږي او نه لمانځل کېږي. دا غونډه د هغو کسانو د لمانځلو له پاره ده چې د جګړې له ډګره یې بهر کار کړی دی. دا هغه خلک دي چې پر ټولو ناخوالو سربېره په ریښتینې توګه هڅه کوي چې د ملکي وګړو ژوند ښه کړي، هغوی شتمن کړي او تنوع پیدا کړي.))

په دې غونډه کې وینا وال په درې برخو وېشل شوي ول. یوه د حقونو او مدني ټولنې وینا وال ول، دویم، تخلیقي کاروباریان او درېیمه ډله د هغو کسانو وه چې په کلتور او جګړې وغږېدل.

XS
SM
MD
LG