د لاسرسي ځای

تازه خبر

" ټوپکمار له قلمکارې ماشومې په ډار دي"


په کراچۍ کې له ملالې سره د پیوستون ښودولو لاریون
په کراچۍ کې له ملالې سره د پیوستون ښودولو لاریون

ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ :د زیارت په مازیګر د کراچۍ پریس مخې ته د انساني حقونو دپاره کارکونکو ډلو، د ښځو د حقونو له پاره کارکونکو ګوندونو او د مدني ټولنو استازو په سوات کې پر ننګیالۍ ملالۍ د ترسره شوي برید په ضد مظاهره وکړه ـ د مظاهرې ګډونوالو په لاسونو کې مشالونه نیولي و او پر ملالې د حمله کونکو په ضد یې شعارونه ورکول ـ

مظاهرینو په لاسونو کې بېنرې نیولې وې چې پرې د ننګیالۍ ملالۍ سره د یووالي نارې لیک وې ـ په ځینو بینرونو لیکل شوي ول چې " ټوپکمار له تش لاسې ماشومې نه هم په ویره کې دي "،" ټوپکمار له قلمکارې ماشومې په ډار دي" "که تاسو یوه ملالۍ ووژنۍ نو د هر کور نه به یوه یوه ملالۍ بله هم دروځي" ، " ملالۍ موږ شرمنده ځکه یو چې په تا برید کونکي ژوندي او خوندي دي"

په مظاهره کې په ګڼ شمیر کې ښځو هم ګډون کړې وو ـ د مظاهرې زیاتره ګډونوالو ښځو له خپلو سرونو پټۍ تاو کړې وې چې پرې لیکل شوي و " زه هم ملاله یم" ـ یوې شپږ کلنې ماشومې په اوچت کړي بېنر لیکلي ول، "زه هم لویږم ، زه به هم ملاله جوړیږم"

مظاهرې ته د مدني ټولنې یوې استازې وینا وکړه او زیاته یې کړه:
((پاکستان زموږ د ټولو دی ـ دا د کومې ځانګړې سیاسي یا مذهبي ډلې د پلار دفتر نه دی ، چې هغوي دې خپله خوښه په نورو په زور وتپي ـ موږ ټول له ملالې سره یو ـ زموږ ننۍ مظاهره هم ددې له پاره ده چې په زور کلي نه کیږي او موږ د هر ظلم په ضد اواز اوچتوو ـ بس کړئ ـ د وسله والو تر شا ودریدل بس کړئ ـ زموږ ماشومانې هم د سکولونو ویلو حق لري))

د مظاهرې یوې ګډونوالې خپل تاثرات له مشال ریډیو سره په دې ټکو کې شریک کړل:

((په اصل کې دغه برید د تعلیم او زده کړو په یو اوچتېدونکي اواز او عزم شوی دی ـ دا برید په یوې تعلیم یافته ښځینه زده کونکې شوی دی او دا صرف د سوات معامله نه ده ـ دا د ټول پاکستان ستونزه ده ـ دا انصاف نه دی ـ موږ د دې ملک خلک یو ، دلته ټیکس ورکوو او دا ددې له پاره نه ورکوو چې د ټیکس دغه پېسې دې زموږ او زموږ د ماشومانو په ضد مصرف شي ))


مظاهره کې د پاکستان له پاره د انساني حقونو د کمیشن چارواکو هم ګډون کړی وو ـ د یاد ګوند پخواني مشر کرامت علي له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل چې په پاکستان کې انتهاپسندي ورځ تر ورځې زیاتیږي او له دې وجې د پاکستان تاثر په ټوله نړۍ کې مشکوک شوې دي:

((دغه ترهګر چې اوس یې په ماشومه حمله کړې ده ، دغه خلک همدغلته په سوات کې موجود دي ، ددوي په خلاف د اپریشن کولو نه حکومت په دې خبرو ځان خلاصوي چې بریدکونکي له افغانستانه راغلي و ـ دوي دغلته اوس هم موجود دي او په ضد یې عملیات پکار دي او سېمه له دوي خالي کول پکار دي ))

د مظاهرې په سلګونو ګډونوال د شپې تر ناوخته د پریس کلب مخې ته ولاړ و ، دوي ننګیالۍ ملالۍ د روغتیا په هیله د دوعا لاسونه لپه کړي و ـ زیاتره مظاهرینو په لاسونو کې بل مشالونه نیولي ول او ننګیالۍ ملالۍ سره یې په دې توګه د مېنې او خلوص څرګندونه کوله ـ

XS
SM
MD
LG