د لاسرسي ځای

تازه خبر

موږ ، هریو ، ملاله یو



نجیب عامر


فارن پالیسي مجله کې، لیکوال ندیم پراچه لیکي یوازې ملاله یوسف زۍ نه ده چې د ترهګرو له خوا په نخښه شوه ، په پاکستان کې ټول خلک د ملالې په څیر دي او له ورته برخلیک سره مخامخ دي.


د ملالې خطا دا وه چې د نجونو او میرمنو د حقونو لپاره یې غږ پورته کړی و . کله چې په سوات کې د طالبانو واکمني وه هغې بي بي سي ته مضمونونه لیکل او دا یې څرګندول چې پر دغه مهال د خلکو او په ځانګړي ډول د نجونو ژوند څومره په ویره ترهه کې تیریدلو .

طالبانو نه یوازې پر ملالې یوسفزۍ د برید پړه منلې بلکې دا یې هم ویلي چې که هغه له ټپونو روغه ووته نو بل ځل به پرې بیا برید کوي.

په پاکستان کې، د طالب پلوو له خوا، پر هغو خلکو هم نیوکې کیږي، چې پر ولسي خلکو د طالبانو بریدونه غندي. دوی وايي ازاد خیاله کسان د ملالۍ په څیر کسانو باندې شوي بریدونه غندي خو د ډرون بریدونو مخالفت نه کوي چې پکې ددوی په وینا بې ګنا خلک وژل کیږي.

فارن پالیسي مجله لیکي په پاکستان کې د شپیتمې لسیزې په پای کې د کیڼ لاسو او ښی لاسو ډلو ترمنځ د ایډیالوژۍ یو جنګ پیل شو. دا جنګ د ضیا الحق په مشرۍ کې ښی لاسو وګټلو. بیانو مطبوعات، نصاب او سیاست درې واړه ددې لپاره استعمالیدل شروع شو چې یو جهادي پاکستان مخې ته راشي. لیکوال وايي پایله یې دا شوه چې دغه عجیبه پاکستان مخې ته راغلو چې اوس یې نړۍ ویني .

لیکوال زیاتوي، په پاکستان کې د ملالۍ یوسفزۍ په معامله کې له نیکه مرغه دنورو کیسونو په شان خلکو پر برید کونکي ګلونه ونه پاشل، بلکې هرچا یې غندنه کوله. کنه نو په پاکستان کې خو د هغو قاتلینو اوبرید کونکو په غاړه کې ګلونه اچول کیږي چې ازاد خیاله مشران او چارواکي په نخښه کوي. لکه د پنجاب پخواني ګورنر سلمان تاثیر چې د توهین رسالت په اړه څرګندونې وکړې او هغه د خپل ساتونکي له خوا ووژل شو او ډیرو خلکو د قاتل په غاړه کې د ګلونو امیلونه واچول.

خو ځینو پاکستانيو سیاست والو او عالمانو له ویرې پر ملالې د برید غندنه ونه کړه او خپلې شونډې یې ګنډلې وساتلې.
XS
SM
MD
LG