د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګیاله ملاله د مشال په فېسبوک کې


ننګیاله ملاله یوسفزۍ
ننګیاله ملاله یوسفزۍ


د مشال پر فېسبوک په لسګونه کسانو د ننګیالې ملالې یوسفزۍ لپاره دعاګانې او د خواخوږۍ پیغامونه رالېږلې دي.

فهیم وردګ لیکي، موږ خو د خپل لوى خداى څخه غواړوو چې زموږ غيرتي ملالې يوسپزۍ ته چټكه روغتيا وركړي۰ خو هغه چا چې زموږ په ناموس ډزې كړې دي، هغه نه يواځې دا چې په كلكو ټكو غندو بلكې دغه جنايت كوونكې يوې محاكمې ته راكشول هم غواړوو۰ په ټوله نړۍ غږ كوو چې دا جنايت كوونكي او ملاتړي يې په سزا ورسول شي.


سیلور معین لیکي چې ملالې موږ له تا سره یو، موږ ستا په کارونو فخر کوو. موږ ستا له کارونو سره مینه لرو.

الله دی شفا ورکړي دا د پښتنو د سر شمله ده خدای دې هسکه لري.

مطیع الله ملاخېل هډه وال:

عادل علي. وايي اې پښتنو وروڼو راویښ شی، دی وايي راویښ خو به شی خو ډېر وخت به واخلی. دی وايي راپاڅی او خپل ولس له دې ظلمه خلاص کړی. ستاسو مشران او دا دی ماشومان مو په یو بل نامه درته ختموي. دی وايي که خوب ډېر خوند درکړی وي بیا نو ویده اوسېږي. عادل علي زیاتوي د پښتنو دښمنان له بهره نه دې راغلي بلکې په پاکستان کې دننه په یوه بله جامه کې پټ دي. د ده په خبره د شپې یوه جامه او د ورځې بله جامه اغوندي. دوی نه د پښتنو ماشومان بخښي او نه یې په سپینږیرو او سپینسرو رحم کوي. او موږ به له دې نه نور څومره بې عزته کېږو. د الله لپاره راپاڅي. ده یوه ټپه هم لیکلې چې” ارمان به وکړې وخت به تېر وي بیا به جهان راپسې ګورې نه به یمه٬٬

هدایت هوتک وايي، ملالۍ جانې که څه هم وړاندې مې ستا په باب نه وو اورېدلي خو اوس چې ستا په زخمي کېدو خبر شوم نو ډېر غمګین یم او له باري تعالی ستا د زغرده روغتیا دعا غواړم.

هم ورته څرګندونې کړې او د ملالې د ژر روغیتا دعا یې غوښتې او زیاتوي چې هره پښتنه پېغله دي الله روغه لري.


دنیا اسلم خان لیکي د هغې پر ویشتونکو دې لعنت وي . ملاله خو وړه انجلۍ وه.

آصف شاه شینواری وايي موږ په ملالې فخر کوو.

واسېع خان وايي ملاله د پښتنو زمرۍ پېغله ده او پښتانه خپل زمریان په پنجرو کې نه بندوي.

هدایت الله حامدي ستانکزی. ملالی خور ته دی الله شفا عاجل ور په برخه کړی او داسلام او د بښتنو دښمنان دې الله په خپل فهر ګرفتاره کړي. الله دی ډیر ژر ګرانې خورته صحت ورکري.

زېب منتظر مسید: دا د لویې بدمرغۍ ځای دی ،خو تردې لوی د بدمرغۍ ځای دادی چې زموږ دښمنان دورته کارونو دترسره کولو لپاره زموږ خپل پښتانه کاروي او زموږ هغه خرڅ شوي پښتانه خپله وینه پخپله تویوي.

بشیر خالوزۍ وايي په دې سپک کار ورته ځان هم دې بدماشانو ته بد نه ښکاری.

خالید افغاني وايي، زه داوحشیانه عمل په کلکه غندم او ملالې خورته د ښه صحت په هیله یم او هر هغه څوک چې دپښتنودعلم ډیوې وژنې الله دې دوی په غضب اخته کړي.

عبدالله جمال لیکيو دا د پښتنو لویه بدبختي ده چې داسې کارونه کوي. بس دی نور ځان ته وګوری او جهان ته وګوری او ملالې ته دې خدای روغ صحت ورکړي.

میرویس هاشمي لیکي الله د ورته ښه او عاجله روغتیا ورکړي!!! نور دې خدای په لر او بر پښتنو سیمو کې دا بدتخيی له منځه یوسې!!

غیرت ساپی لیکي الله تعالی دې ملاله روغه رمټه کړي او د هغې بریدکونکې دې په سزا ورسوي.

مطیع الله ملاخېل هډه وال: الله دی شفا ورکړي دا د پښتنو د سر شمله ده خدای دې هسکه لري.

شاهد باچا لیکي دوی په کومه خوله ځان ته مسلمان وايي؟ په جنګ کې خو څوک په ښځو او ماشومانو لاس نه اوچتوي.

عبدلولي متفکرلیکي الله ج دې د پشتنو دښمنان تبا او برباد کړي.

ریاض الله درګۍ: خدایه پاکه که ګناهګار هم یو نو همدومره به مو سزا وي ... خدایه پاکه ته نور د پښتون په کور کې سوله او ثبات راولی ... ته نور پښتانه د دغه سیاسي لوبې قرباني مه وګرځوې ... خدایه پاکه ته نور لر او بر پښتانه یو موټی کړی...!!!

ناصرخان احمدزی: یا الله(ج) څوک چی زموږ دپښتنو د رڼا ډیوې وژني تاسو یې نیست او نابود کړی یا الله(ج) ته زموږ دپښتنو دګلانو مشرانو حفاظت وکړې چی زموږ قامونه پرې ښایسته دي او زموږ د سوات ملالې یوسفزۍ ته روغ صحت ورکړی ثما امیـــــــــن.

فضل خوست:
پښتانه چېري کرار نه شو د یو ه د بل له مرګه
که خویندو میاندو ورته ډیري لوپټی ونیولي

حرث خان ځاځی: زه په دې پېښه دومره غمژن یم چې په ټکیو کې یې نه شم بیانولای. دا مېړانه نه بلکې بې زړه توب او بزدلي ده. پښتنو د دغسې وژونکو پر ضد راپاڅی.

او داسې په لسګونه نور پیغامونه راغلي چې د وخت او ځای د کمي له کبله یې نه شو خپرولای.

XS
SM
MD
LG