د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاکستان، بحران له ختميدو وتلی دی"



د بحران نړيوالې ډلې خپل یو راپور تر دې عنوان لاندې خبر کړی چې ( د پاکستان، بحران په ختميدو نه دی)

د رپورټ ترمخه په پاکستان کې پرله پسې د درې کالو سيلابونو، د خلکو ژوند اغيزمن کړی او په لکونو کسانو د پوځي عملياتو او د اورپکیتوب له کبله کډې کړي، نو دې حالاتو سخت دريځه اسلامي اورپکو ته موقعې په لاس ورکړې چې کسان برتي کړي او د جګړي لپاره خپل توان زيات کړي.

د سويلي ايشيا لپاره د اداري مشره ثمينه احمد وايي په ۲۰۰۸ کال کې د سياسي له بهير پيليدو وروسته لږ پرمختګ شوي، خو لا نور کار په کار دی چې وفاقي او صوبايي حکومت د بحرانانو او د بيا وداني کارونو توان ولري.

په رپورټ کې قدرتی او د انسانو جوړ کړي بحرانانو ويره څرګنده کړي، دې بحرانانو د خلکو ورځنۍ ژوند په خطر کې اچولی او له معاشي ستونزو سره يې مخامخ کړي دی. د اداري په وينا په کار ده چې د دې مخنیوي لپاره منظم ګامونه پورته کړل شي.

د اداري په خبر پاڼه کې ثمينه احمد زياتوي چې د پوځ لخوا د بهرنيو مرستندویه ادارو شکونه خيريیه کارونه اغيزمنه کړي. دوی وايي نړيوال مرستندويه ادارو په هغو سيمو کې کار کولو ته نه پرښودل کيږي چرته چې خلک مرستو ته اړتيا لري او د دوی په لاره کې پوځ، حکومت او بيورکرېسي خنډان راپورته کوي. د دوي په وينا په نړيوال مرستندويه ادارو اضافي بنديزونه لګول شوي او په ځانګړې توګه په ۲۰۱۱ کال مۍ مياشت کې د اسامه بن لادن د وژلو وروسته دغه بنديزونه لا نور زيات شوي.

د اداري په رپورټ کې راغلي چې په موثره ډول د چېلنجونو مقابلي لپاره د ولسي حکومتونو صلاحيت بابد نور پياوړی کړل شي. له دې سره سره مرستې په منصفانه ډول تقسيم شي او د دې لپاره باوري ميکېنزم جوړل کړل شي.

رپورټ زياتوي پکار ده اسلام اباد پر وخت د بحرانانو لپاره نړيوالې مرستي وغواړي.
د ادارې چاواکې ثمينه احمد وايي د قدرتي افتونو او نورو بحرانانو کې مرستندويه کارونو لپاره رياستي پاليسي داسې جوړه کړل شي چې خلکو سره په سمدستي توګه مرستې وشي، په دې کې سياسي نمايندګي او قانوني تحفظ هم شامل دی.

XS
SM
MD
LG