د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر افغانستان ترهګري تپل شوېده. ولسمشر کرزی


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی


امریکایی ټیلي ویژن سي بي اېس سره د شپیتو منټو په یوه مرکه کې ولسمشر حامد کرزي وویل، هر هغه کس چې بې ګنا خلک وژني، سکولونه او فصلونه تباه کوي، د خلکو ژوند ته نقصان رسوي، او یا د تشدد لاره خپلوي، هغه ترهګر دي، او باید نړۍ په دې ځان پوهه کړې ، چې د افغانستان مسله ترهګري ده.

له امریکایي ټیلي ویژن سي بي ایس سره په یوه مرکه کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي، امریکا نیټو او دوی باید په ګډه د افغانستانه د ترهګرۍ د ختمولو لپاره کار وکړي، او نړیوال چې د کوم مقصد لپاره دغه هیواد ته تللي دي، باید سر ته یې ورسوي.

د سي بي ایس ټیلي ویژن خبریالې لارا لوګن د یو سوال، چې ولې امریکایي ولسمشر باراک اوباما او د ریپبلیکن ګوند د ولسمشرۍ د انتخاباتو کانډیډ میت رامني په خپل کمپین کې د افغانستان ذکر نه کوي، نو دوی څه احساسوي؟ په ځواب کې یي ولسمشر کرزي وویل، ده ته دا پته نشته خو کیدای شي، دواړو له مخکې نه دا فیصله کړې وي، چې د افغانستان ذکر به نه کوي. او یا دا هم کیدای شي، افغانستان د دوی لپاره یوه داسې مسله وي ، چې دوی يې منصوبه بندي کړې وې نو ځکه يي په صدارتي کمپین کې ذکر نه کوي.

د لارا لوګن د دې سوال چې ایا د افغانستان ذکر نه کول امریکایي ولس ته دا پیغام خو نه ورکوي ، چې افغانستان اوس د دوی مسله نه ده؟ په ځواب کې ولسمشر کرزی وایي، افغانستان د امریکا له حکومت او ولس سره تړاو لري، که چیرې هاغه مقصد پوره شوی وي، د کوم لپاره چې امریکا او نیټو افغانستان ته تللي دي، خو بیا ټیک ده دا یوه عامه مسله ده، او موږ دا تمه لرو چې که زر وي او که لرې داسې وخت به راشي چې د افغانستان مسله به هواره شي. خو دا مسله لا هواره نده ، نو ځکه افغانستان د امریکا لپاره مانا لري. او موږ هڅې کوو، چې افغانان ډیر زر خپل عادي ژوند او د یوې محفوظه ټولنې حالت ته راشي.

ددې سوال په ځواب کې چې ایا په افغانستان کې مسله یوازې د ترهګرۍ ده؟ ولسمشر کرزی وایي، کله چې موږ ترهګر ټکی استعمالوو، نو باید موږ ته پته وي ، چې ترهګر څوک دي، او له کومې خوا راغلي دي. تاسو څه فکر کوی ، کله چې یو عام افغان کس په کور کې ناست وي، او په یوه خبره غصه شي او وسله راواخلي، نو هغه ترهګر شو، موږ دې ته ترهګر نه وایو. او که چیرې افغانستان له بغاوت سره مخامخ وي، نو بیا دا د افغان ولس داخلې مسله ده، او دا باید افغانان پخپله هواره کړي. د دې لپاره دوی ته د نیټو د ټوپک ضرورت نشته، خو که چیرې دا ترهګري وي، نو بیا دا یوه نړیواله مسله ده، چې یو کس ټوپک راواخلي ، او د نظریي د تضاد له وجې خلک وژني. او دا هغه څه دي، چې باید موږ ټول یي پر خلاف وجنګیږو، او او موږ دې ته رضا یو، خو باید دا خبره دې واضحه وي.

د لارا لوګن ددې سوال چې کله تاسو دا وایاست، ترهګري سیوا شوې ، دا څه مانا لري؟ په ځواب کې ولسمشر کرزی وایي، که چیرې ترهګري د خلکو پرضد تشدد، او یا د اتحادي ځواکونو پر ضد حملې وي ، نو دا سیوا شوې دي، او لا هم له مینځه نه دي تللې. موږ په افغانستان کې داسې ډیرې پیښې وینو، داسې ډیرې پیښې په پاکستان کې هم تر سره کیږي. خو که چیرې په افغانستان کې ددې یوه وجه دا وي، چې ولس تحفظ نه لري، نو دا ریښتیا ده، موږ باید افغان ولس ته یوه محفوظه ټولنه ورکړو.

XS
SM
MD
LG