د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان ټانک کې خپله غونډه وکړه


دتحریک انصاف مشر عمران خان چې د وزیرستان کوټکي سیمې ته یې قافله پرېنښودل شوه، په راستنیدو په ټانک کې خپله غونډه وکړه.

خان چې سپینې جامې یې په تن وې، دپښتنو تور واسکټ او د وزیرستان ځانګړې لونګۍ یې په سروه او د هغو خلکو نه یې مننه کوله چې دده بدرګه کولو ته له کورونو راوتلي وو.




تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:20 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


عمران خان غونډې ته د وینا پرمهال وویل، د بې پایلټه الوتکو بریدونه د انساني حقونو څخه سرغړونه ده، د نړیوال قانون څخه سر غړونه ده او دوی یې غندنه کوي.

نوموړي وویل امریکا چې څومره ډرون بریدونه کوي، دومره به یې پرضد په سیمه کې د خلکو حساسیتونه را پاریږي.

عمران خان دجمیعت علما اسلام په مشر مولانا فضل رحمان او د پاکستان په ولس مشر اصف علي زرداري باندې سختې نیوکې وکړې او دواړه یې دپاکستان ددښمنانو په نامه یاد کړل.

عمران خان ویلي وو چې د سلو زرو خلکو په بدرګه به د جنوبي وزیرستان کوټکي سیمې ته سفر کوي، خو لیدونکي وايي دښودل شوې شمیرې لسمه برخه خلک به په لاریون او غونډه کې ایله موجود وو.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:29 0:00
د ډاېرېکټ لېنک




میا افتخارحسین
میا افتخارحسین

دخیبر پښتونخواد اطلاعاتو وزیر میا افتخارحسین وايي د عمران خان د لاریون مخه یې نه ده نیولې او دهغه سره یې ډیره مرسته کړې ده.

میا افتخارحسین وايي دبهرنیانو قبایلي سیمو ته نږدې سیمو ته په وړلو عمران خان له قانون څخه سرغړونه کړې او دوی به په دې لاره کې قانوني کارروايي کوي.

نوموړی وايي د عمران خان سره د توقع نه کمو خلکو ګډون کړی و. دده په وینا سوله ایزو فعالیتونو ته دوی هرکلی وايي، هغه که د عمران خان له خوا ترسره کیږي یا د کوم بل سیاسي ګوند له خوا.
XS
SM
MD
LG