د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي سفارتکاره شینا په پښتني کلتور مینه ده



میرمن شینا کریم په پیښور امریکی کونسلګری کې د ولسي اړیکو ماموره ده. نوموړې په پښتو ژبه خبرې کوي او د روان کال له جولايي میاشتې په پېښور کې د سفارت کارې په حیث کار کوي.

نوموړې مشال راډیو ته وویل : د پښتنو ثقافت څخه ډیره متاثره ده ، ددوی ژبه، سندرې، سیمه او ډوډۍ یې خوښیږي.

شینا کریم زیاتوي، د پښتنو او د دوی د سیمې په اړه یې په امریکا کې منفي خبرې اوریدلې وې، خو دلته چې یې هرڅه په خپله ولیدل او احساس یې کړل نو ورته جوته شوه چې ( اوریدلې خبرې د لیدلو مقابله نه شي کولی. ) شینا وايي که حالات ښه شول، نو ارو مرو به د پاکستان قبایلي سیمو ته هم سفر کوي، خو دا مهال د امریکايي وګړو لپاره هلته ورتګ ستونځمن دی.

شینا دا مهال نهه ویشت کلنه ده او پنځه کاله وړاندې یې واده شوی دی او خاوند یې هم امریکايي دی. دا وايي پښتو موسیقي یې خوښیږي او عرفان خان یې د خوښې سندر غاړی دی او همدارنګه د شفیق مرید او سیتا قاسمي ګډه سندره ( تاسره مینه لرم ) یې هم ډیره خوښیږي.

نوموړې وویل چې د خیبر پښتونخوا سره د مرستوپه لړ کې تراوسه ددوی حکومت د ( یو ایس ایډ ) په مټ نږدې اوه سوه او پنځوس میلونو ډالرو مرسته کړې ده. دا پیسې به د خیبر پښتونخواپه ټولو سیمو کې لګول کیږي.

​شینا کریم وايي دوی په خیبر پښتون خوا او قبایلي سیمو کې د تعلیم د ودې په خاطر د سلګونو مکتبونو په جوړولو هم لاس پورې کړی دی او په خیبر پښتونخوا کې یې تراوسه دوه سوه سکولونه جوړ کړي دي.


نوموړې همدا رنګه وايي چې حکومت یې د سرکونو د جوړولو، داوبو د انتظام،د صحي پروژو، دنهرونو د جوړولو لپاره بیلا بیلې پروژې تر لاس لاندې لري. دوی واپډا ته څلویښت میلونه ډالره په دې موخه ورکړي چې د ګومل زام ډیم په جوړولو یې په کار راولي.شینا کریم وايي د امریکا حکومت د ځايي ولس سره مرسته کول غواړي.

دامرکه لاندې اوریدلی شئ


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:15 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG