د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د معیوبینو د باسکټبال لوبې وشوې


باز محمد عابد


جلال اباد - د افغانستان په جلال اباد کې له مودې راهيسې د معيوبينو د باسکټبال لوبې په دې خاطر پيل شوي چې په نېږدې راتلونکي کې په ولايتي سياليو کې برخه واخلي.


دا ځوانان چې اکثره يې د ګوزڼ د ناروغۍ له وجې معيوب شوي، تمه لري چې په ولايتي سياليو کې بريا تر لاسه کړي او له دغې لارې خپل هيواد ته خدمت وکړي.په همدې خاطر د د اکتوبر په پنځمه نيټه د دوه ټيمونو تر منځ د باسکټبال يو ورځينۍ سيالي تر سره شوه.

دا سيالي چې د ای او بي ټيمونو تر منځ جوړه شوې وه، په لومړۍ مسابقه کې د ای ټيم په دې وتوانيدو چې بي ټيم ته د يوه په مقابل کې درې ګولونه ورکړي.

د دغه ټيم ټرينر تاج محمد وايي چې په ولايتي سياليو کې د معيوبينو ګډون او د هغوی د فعال ساتلو په خاطر يې دغه لوبې پيل کړي دي:

((دغه لوبه د فلج مريضانو لپاره جوړه شوې ده. ويلچر باسکټبال دی. او دا د دې په خاطر جوړه شوې چې دوی فعال وساتي. سپوټ يې اي سي ار سي کوي چې فی الحال دولس تنه لوبه کوي. دا معيوبين په له تيرو دريو مياشتو راهيسې لوبه کوي، دومره شوي چې اوس غواړي چې د اولمپيک لوبو ته ځانونه چمتو کړي.))

د ای ټيم کپتان محبوب الرحمن د خپلې بريا تر څنګ د ذهني کچې د لوړتيا خبره هم کوي:

((موږ لومړۍ لوبه د پنځلس مينټو وکړه چې مقابل لوري هم ښه خواري وکړه. خو زموږ ټيم ښه هماهنګي لرله او په دې وتوانيدو چې بي ټيم ته د يوه په مقابل کې درې ګولونه ورکړي. دا لوبې د هغو معلولينو لپاره ډير ذهني سکون ورکوي چې ډبل معلولين وي. يعنې دا چې دواړو پښو يې کار پرې ايښی وي.))

د باسکټبال د بي ټيم يو تن لوبغاړی عبدالخالق د اولمپيک له کميټې نه غوښتنه کوي چې د معيوبينو د باسکټبال ټيم په خپل چوکاټ کې يې شامل کړي.
((خير دی که موږ معيوبين يو، د افغانستان د اولمپيک اداره بايد موږ ته پام وکړي او زموږ دا ټيم په خپل چوکاټ کې شامل کړي.زموږ لپاره د لوبو ميدان جوړ کړي، د سپورټ لباس راته تهيه کړي او چې موږ کله کابل ته د لوبو لپاره ځو بايد چې موږ ته د تګ راتګ او اوسيدو سهوليت راکړي.))

د ننګرهار په ورزشي امريت کې د معيوبينود فيدراسيون مسوول حيات خان مجاهد وايي:

((په معيوبينو موږ ډير کار کړی دی، د ننګرهار ورزشي امريت غواړي چې دوی په خپل چوکاټ کې راولي. همدااوس موږ په دې کار کوو چې د دې دولس نفرو څخه شپږ تنه غوره کړو اوکابل ته د ولايتي سياليو لپاره ولېږدوو.))

د اولمپيک کميټه په پام کې لري چې د معيوبينو د باسکټبال ټيم په خپل انحصار کې راولي.

د يادونې وړه ده چې په ننګرهار کې د باسکټبال د معيوبينو په ټيم کې دولس تنه شامل دی، چې شپږ تنه لوبغاړي به ترينه غوره کيږي او په نيږدې وخت کې به کابل ته په ولايتي سياليو کې د ګډون لپاره استول کيږي.
XS
SM
MD
LG