د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکم خان د هېرولو نه دی


Courtesy picture
Courtesy picture
سرچینه: ایکسپریس ټریبون (پاکستان)
ژباړه: شاهین بونېری

د پاکستان د انګریزي ژبې په ورځپاڼه ً ایکسپریس ټریبون ً کې خبریاله کرن نازش لیکي چې د ستمبر پر ۲۷ مه نېټه د بمونو د ناکاره کولو د ډلې (سکواډ) مشر حکم خان د پیښور او خيبر ایجنسۍ پر پوله هغه وخت ژوند وبایلی کله چي هغه یو بم ناکاره کولو.

کرن نازش لیکي ، حکم خان د زرګونو خلکو ژوند بچ کړی وو او د پولیسو یو شمېر ځوانان يې تیار کړي وو او باید حکومت د هغه د قربانیو قدر وکړي.

د حکم خان قرباني د حکومت ، پولیسو او پښتونخوا د هغه اولس لپاره یو لوی تاوان دی کوم چې د ترهګرۍ له یو نه ختمېدونکي خطر سره مخامخ دي.

حکم خان په ۱۹۷۸م کال کې په پولیسو کې بهرتي شو او یو له هغه لومړنیو پولیسو وو چې د افغان جګړې پر وخت يې د ترهګرو مخه نیوله ، په پېښور کې د بمونو د ناکاره کولو د ډلې مشر وو او د ۱۹۸۰ په لسیزه کې چې پیښور د وسله والو د بریدونو ښکار وو نو حکم خان د بمونو په ناکاره کولو ګوتې پورې کړې.

او تر ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ پورې کله چې ترهګري خپل عروج ته ورسیده او بېلابیل ډول چاودونکو موادو قام له ستونزو سره مخامخ کړ نو حکم خان خپل کار ته دوام ورکړ.

یوازې په ۲۰۱۲ م کال کې په پیښور کې ۲۵۰ بمونه ناکاره کړل شو او په دې کې ۲۰۰ حکم خان ناکاره کړي وو.

کرن نازش په خپل رپوټ کې لیکي ، حکم خان د خپلې ډلې د غړو او ځوانانو لپاره یو لار ښود وو. هغوي به له ده زده کړې کولې او د هغه له کاره به يي الهام اخیستی.

کله چې هغه په یوه چاودنه کې د لاس درې ګوتې وبایللې نو ورته وویل شو چې نور دي دی په یو لاس کار نه کوي او خپل ژوند دې په خطر کې نه اچوي. خو هغه په دې پوهه وو چې د ده ډلې ته د ده د پوهې او علم ضرورت دی او بیا يي هم خپل کار روان وساتی.

لیکواله لیکي ـــــ د هغه د دوستانه رویې له کبله هغه ډیر دوستان ګټلي وو . او د هغه په مرګ خبریالان ، د پولیسو چارواکي او نور ډیر هغه خلک هم غمجن دي چې په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پرضد په جګړه کې په لومړي قطار کې ولاړ دي.

له دې سره چې د هغه له کورنۍ سره به هر وخت د هغه فکر وو، د هغه یو زوی هم پرېکړه وکړه چې د بمونو د ناکاره کولو په ډله کې کار پیل کړي او د خپل پلار کار پرمخ بوځي.

لیکواله کرن نازش زیاتوي ، که چیري حکم خان یو قامي اتل نه شي کېدای نو بیا څوک کېدای شي؟

لیکواله د لیکنې په پای کې لیکي ، روښتیا هم چې د حکم خان پر مرګ به اوښکې توي شي ، ساه ګانې به بې واره شوي وي او زړونه به درزېدلي وي خو تر ټولو مهمه دا ده چې د هغه قرباني د تل لپاره په یوه تمغه کې خوندي کړل شي . او دا د حکومت ذمه واري ده چې د حکم خان کار ومني او هغه ته درناوی ورکړي.
XS
SM
MD
LG