د لاسرسي ځای

تازه خبر

"روس او پاکستان په افغانستان کې د سولې ملاتړي دي"


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له پاکستانۍ سیالې حنا رباني کر سره
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له پاکستانۍ سیالې حنا رباني کر سره




په اسلام آباد کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له پاکستانۍ سیالې حنا رباني کر سره ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې روس به د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له پاکستان سره همکاري کوي. او دواړه هېوادونه په افغانستان کې د سولې او امن ملاتړي دي. کر وويل چې پاکستان ته د لاوروف ورتګ د سیمې د امن لپاره ډېر مهم دی.

د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چهارشنبې په ماښام په داسې حال کې په یو دوه ورځني سفر اسلام اباد ته ورسید، ، چې دسیمې د هیوادونو په ګډون نړیوال تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د افغانستان د راتلونکي په باب اندیښنمن ښکاري. او له دې سره جوخت بیا د کوربه هیواد لوی درستیز جنرال اشفاق پرویز کیاني د یوه پوځي پلاوي په مشرۍ په درې ورځني سفر د مسکو پر لور روان شو.

که څه هم پاکستان په خپل څه باندې شپيته کلن تاریخ کې له پخواني شوروي اتحاد او بیا له اوسنۍ روسیې سره ښه اړیکي نه دې درلودلي، خو د پاکستان د پوځ پخواني افسر محمد سعد له مشال راډیو سره په خبرو د مسکو او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو پراختیا د سیمې په ځانګړې توګه د افغانستان د امنیت لپاره یو مثبت پرمختګ وباله :

( د پاکستان او روسيې ترمنځ ډيرې ستونزې او ګیلې شکوې موجودې دي او د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې هغه ځای ته نشي رسیدلای چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ دي، خو ناممکنې هم نه دي. زما په باور دا ښه خبره ده چې دواړه هیوادونه د خپلمنځي اړیکو د جوړولو او پراخولو هڅې کوي بې له شکه چې دا د سیمې دروڼ سباوون پر لور یو مثبت ګام دی او بله خبره دا چې د دې هرڅه به پر افغانستان نیغ په نیغه مثبت اثرات وي)

دپاکستان د سرکاري ټېلیویزن د راپورله مخې مسکو په پاکستان کې پانګونې ته لیواله دی، خو ځينې پاکستاني کتونکې بیا په دې باور دي، چې روسیه غواړي د پاکستان کمزوري اقتصاد ته په اوږې ورکولو سره اسلام اباد دې ته وهڅوي څو په افغانستان کې د سولې په ټينګښت کې مثبت کردار ولوبوي.

ښاغلی سعد همدې ټکي ته په کتو سره وايي، روسیه د متقابلې همکارۍ پر بنیاد له پاکستان سره اقتصادي او پوځي اړیکې درلودل غواړي او زیاتوي چې دغه اړیکې به نیغ په نیغه د افغانستان پر روانو حالاتومثبتې اغیزې ولري :

(روس کوښښ کوي، چې پاکستان ته ورپيښ اقتصادي مشکلات حل کړي، په پاکستان کې د نا امنیو په له منځه وړلو کې دلچسپي لري. دا ځکه، روس پوهیږي چې پاکستان په افغانستان کې د روسیې ګټو ته ورپيښې ستونزې حلولای شي.اسلام اباد ته د لاوروف او همهاله مسکو ته د لوی درستیز جنرال کیاني سفر له دې امله هم مهم ګڼلی شو چې د پاکستان په د باندني سیاست په تیره د افغانستان په باب په هره کړنګلاره او تګلاره کې د پاکستان د پوځ لوی لاس دی نو دغه روابط به د افغانستان پر حالاتو نیغ په نیغه اثرات ولري)

په وروستیو څو کلونو کې، چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړیکې تر ډيره ترینګلې شوي، پاکستان هڅه کوي، چې له روسیې سره پوځي او اقتصادي روابط ټينګ او پراخ کړي.

داسې اندیښنې شته، چې ښايي ځینې هیوادونه په دې لړکې دخنډونو رامنځته کولو هڅې وکړي، خو د پيښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو د پوهنځي رئیس پوهاند ډاکتر اعجاز خټک بیا په دې باور دی، چې دغه اړیکې د هيچا په زیان نه دي او تمه څرګندوي چې په سیمه کې د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې د پاکستان رول ته پام ښايي هیڅوک يې مخالفت ونکړي :

( که څوک داسې ګڼي چې د مسکو او اسلام اباد ترمنځ اړیکې به د چاپرضد وي یا به يې چاته تاوان ورسیږي نو زما په نظر دا هیڅ حقیقت نه لري. دواړه دسیمې مهم هیوادونه دي او هرڅومره چې ددوی ترمنځ روابط ښه وي هغومره به يې سیمې ته ګټه رسیږي)

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې اسلام اباد ته رسیدلی، چې یواځې څو ورځې وړاندې ددغه هیواد ولسمشر ولادمیر پوټين د ناڅرګندو دلایلو له وجې پاکستان ته خپل سفر وځنډاوه. خبري کنفرانس کې د روسییې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې ولسمشر پوتین ډېر زیات بوخت(مصروف) دی او د ده په خبر ډېر ژر به پاکستان ته خپل سفر اعلان کړي.

مجیب الرحمان انګار

XS
SM
MD
LG