د لاسرسي ځای

تازه خبر

"تېزاب ځپلي تر ښځو ډېر دي"




رابعه اکرام مشال راډيو

اسلام آباد: تيزاب ځپلو خلکو لپاره کارکونکې يو غير سرکاري اداره (ايسډ فاونډيشن) وايي، چې په خيبر پښتونخوا کې د ښځو په پرتله له نارينه و سره د تېزاب پېښې زیاتوې شوې دي.

د یادې ادارې مشر محمد خان وويل چې چې له تېزابه اغېزمن ډېری کسان له معلومات ورکولو ډډه کوي. دی زیاتوي:

،،زموږ د معلوماتو مطابق تقريبا ديرش کسان په خيبر پښتونخوا کې په تيزاب سوځول شوي دي، په دې کې اکثره نارينه دي.او که زنانه وي نو هغوی ته لا تر اوسه نه يو رسيدلي. هغه ځکه چې زموږ ټولنه داسې خبرې پټوي،،

له تيزابه اغېزمن د پيښور یو اوسيدونکې رکشه ډرايور يار حسين چې د خپل اته کلن ورکوټي زوی تر مخ خپل یوه ګاونډي په تيزابو سوځولی دی، وايي، چې تر ننه خبر نه دی چې د دغه ګاونډي ورسره څه دښمني وه او نه تر اوسه دغه تن پوليسو ونيولو .

،، زما زوی محمد اختر مې راسره په غيږ کې وو، هاغه وخت هغه د يوکلن وو.هغه هم سوځېدلی وو،يو سترګه يې ختمه ده او زما دواړه سترګې ړندې شوې. پر علاج مې درې څلور لکه روپۍ ولګولې، اوس د خداﺉ اسري ته ناست يم. خداﺉ خبر چې څه وجه وه چې له ما سره يې دا ظلم وکړو، ما خو ورته سپڼ هم نه ووکړی،،

د اسیډ فاونډېشن مشر محمد خان وايي، د تيزاب پاشلو په باب جوړ شوی قانون دومره زیات موثره نه دی او دوی غواړي چې په دغه قانون کې د سياسي مشرانو په مرسته ترميم وکړي.

،،موږ په اوسني قانون کې ترمیم ځکه غواړو چې له تېزابه متاثره شویو خلکو د کېسونو په تحقیقاتو کې د سرکاري پلټونکې زيات وخت ونه لګېږي، او له دې علاوه يو بله مهمه خبره دا ده چې حکومت ته په کار ده چې له تېزاب ځپلو ناروغانو سره دې حکومت د هغوی په علاج کولو مرسته وکړي.د سوځېدو له علاج سره سره دې د هغوی نفسياتي درملنه هم وکړي،،

مشال راډیو چې کله په دې اړه د قانوني چارو له کار پوه بيرسټر باچا سره تماس ونیاو نو هغه وویل چې د تيزاب کيسونو کې هيڅ قسمه نرمي نه ده پکار.

،،چيف جسټس او د صوبو د مشر ججانو له اړخه دې ځانګړي هدايتونه جاري کړل شي چې د تيزاب کيس کې به د ۳۰۲يعني د مرګ کيس نه به هم زيات احتياط کوي.نو په داسې کيسونو کې په کار ده چې ککړو خلکو ته سختې سزاګانې ورکړل شي. او زه خو دا وایم سزا ورکول په داسې طريقه په کار ده چې د پاکستان په ټولو خلکو ښکاره شي چې دې تن ته په تيزاب ورکولو سزا ورکړل شوې ده،،

بيرسټر باچا زياتوي چې ميډيا دې هم په دې باب د خلکو اګاهي لپاره خپل کردار ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG